Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سرګي لاوروف: له اسلامي امارت غواړو له مخالفو سیاسي جهتونو سره خبرې وکړي

سرګي لاوروف: له اسلامي امارت غواړو له مخالفو سیاسي جهتونو سره خبرې وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/20

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یوه خبري کنفرانس کې ویلي افغانستان د عراق ، لیبیا او دېته ورته نورو هېوادونو پر برخلیک اخته دی، چې امریکا او متحدینو یې په کې خپلې موخې تعقيبولې.

د لاوروف په خبره، د افغانستان سرپرست حکومت مسوول دی څو دغلته له ټولو سیاسي جهتونو سره خبرې وکړي او په یوه ټغر یې سره راټول کړي.

لاوروف زیاته کړې:« امریکا هر هغه څه په افغانستان کې ترسره کړل، چې په عراق، لېبیا او دې ته ورته هېوادونو کې یې ترسره کړي وو. اوس واکمنو چارواکو ته په کار ده، چې له ټولو سیاسي جهتونو سره خبرې وکړي او د حکومت په اډانه کې ځای کړي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، د حکومت او کابینې جوړول د افغانستان کورنۍ مساله ده او هېڅ هېواد ته په کار نه ده، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

هغه زیاتوي:« دا د افغانستان کورنۍ موضوع ده. د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې ټول هغه هېوادوال چې بهر کې دي هغه بېرته هېواد ته راشي او خپل ژوند وکړي. هغه څېرې چې په تېرو نظامونو کې یې ازموینه ورکړې د افغانستان د بدبختۍ لامل شوي، د افغانستان ولس یې نه غواړي. نور هېوادونه هم باید له موږ هغه څه وغواړي چې هغه د نورو هېوادونو ترمنځ هم مطرح وي، نه دا چې زموږ په کورنیو موضوعاتو کې دوی بحث وکړي.»   

بل خوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي، هغه سیاسي څېرې او د پخواني حکومت چارواکي چې په تېر کې ازمویل شوي، باید نور د افغانستان په راتلونکي برخلیک ټاکلو کې حق ورنه کړل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف بیا په روسیې کې د ایران له سفیر سره د افغانستان د امنیت او نورو اړوند مسایلو په تړاو خبرې کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګر او چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist