Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سراج الدین حقاني: افغانستان د سیاسي امنیتي او اقتصادي ثبات لور ته روان دی

سراج الدین حقاني: افغانستان د سیاسي امنیتي او اقتصادي ثبات لور ته روان دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/18

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافیرې رافایلا یودیچې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په لېدنه کې د یو لړ مهمو موضوعاتو ترڅنګ راتلونکې میاشت په دوحه کې د افغانستان په اړه د ښکېلو هېوادونو د جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې کړي دي.

په دې لېدنه کې سراج‌الدین حقاني ویلي، افغانستان له لسیزو بې ثباتۍ، جګړو او ناخوالو وروسته د سیاسي، امنیتي، او اقتصادي ثبات لور ته روان دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: « خلیفه صاحب وویل، افغانستان له څو لسیزو بې ثباتۍ او ناخوالو وروسته په چټکۍ سره د سیاسي او اقتصادي ثبات په لور روان دی او له ډېرې مودې وروسته افغانان د فزیکي او رواني امنیت احساس کوي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان له اسلامي امارت سره د بهرنیو د تعامل په اړه وویل، افغان حکومت باید په نړیوالو مهمو نهادونو کې خپل غړیتوب ترلاسه کړي، په دې توګه به افغانان هلته خپلې واقعي استازولۍ ولري او د مسایلو حل به هم اسان شي.»

د کورنیو چارو سرپرست د اروپايي ټولنې سفیرې سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې د مسایلو د ښه حل په موخه دې د افغانستان سرپرست حکومت ته په نړۍوالو بنسټونو کې غړیتوب ورکړل شي، ترڅو افغانان وکولی شي خپله رېښتېنې استازولي وکړای شي.

په ورته مهال یودیچي  د امنیت برخه کې د سرپرست حکومت هڅې ستایلي او ډاډ یې ورکړی چې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: « اغلې یودیچې په دې لېدنه کې په افغانستان کې راغلی امن او له نشه يي توکو سره مبارزه وستایله، نوموړې دغه راز په افغانستان کې د ښکېلو هېوادونو ترمنځ راتلونکې میاشت دوحه کې جوړېدونکې ناستې په اړه هم خبرې وکړې او د همکارۍ  ډاډ یې څرګند کړ، اغلې یودیچې د اروپايي ټولنې په استازیتوب د هرات زلزله ځپلو او هېواد  ته راستنېدونکو افغانانو د همکارۍ په ګډون د نورو بشري مرستو یادونه هم وکړه.»

دغه غونډه کې به د لارې د یوې نقشې په اړه د نړیوالې اجماع د رامنځته کولو او د ملګرو ملتونو د خپلواکو ارزونو پر وړاندیزونو خبرې اترې ترسره شي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین شمشاد ته وویل، په قطر کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې ناسته مهمه ده خو په خبره یې  باید په دې ناسته کې د اسلامي امارت استازي ته بلنه ورکړل شي.

شاهین زیاتوي: « د افغانستان په اړه هره غونډه چې ترسره کېږي، هغه که په دوحه کې وي او یا په بل هېواد کې وي د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي ګډون په کې اړین دی، ترڅو د مسایلو په اړه خپل نظر وړاندې او موقف واضح کړي. همداراز د داسې غونډو په اجنډا کې باید د افغانستان د ولس غوښتنې شاملې شي، لکه اوس چې په افغانستان کې د خلکو غوښتنه دا ده چې په هېواد کې کاري فرصتونه ایجاد شي، انکشافي پروژې پلې شي، بندیزونه ختم شي او دې ته ورته نورې غوښتنې لري، دا ولسي غوښتنې دي او باید د داسې غونډو د اجنډا په سر کې راشي.»

خو اوس پوښتنه داده، چې د دوحې ناسته به د افغانستان لپاره څه پایلې ولري؟

د نړیوالو اړیکو کارپوه  نجیب الرحمن شمال وايي: « د دغو ستونزو او نړیوالې ټولنې د نیوکو د له منځه وړلو لپاره د افغانستان سرپرست حکومت باید د حکومتولۍ او د حکومتولۍ د سیستم  د بدلون او د افغانستان د خلکو له غوښتنو سره سم، د حکومت جوړونې لپاره اړین تدابیر ونیسي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد اسلم دانش مل  وايي: « باید له افغانستان سره ښې اړیکې ولري او افغانستان هم تر ټولو زیاته اړتیا دې ته لري چې باید د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې ټينګي کړي، ترڅو له راغلي امن او پرمختګ ته برابره شوې زمینې څخه په ښه ډول ګټه واخلو. موږ اړتیا لرو چې له ټولو هېوادونوسره ښې اړیکې وپالو او د دې اړیکو د ساتلو لپاره دولت ته هم په کار دي چې نړیوالو غوښتنو باندې غور او تجدید نظر وکړي.»

سراج الدین حقاني دغه راز په دې لېدنه کې له نړۍوالې ټولنې سره د مانا داره تعامل غوښتنه کړې او ویې ویل، چې اسلامي امارت باید په نړۍوالو مهمو بنسټونو کې خپل غړیتوب ترلاسه کړي.

 د ملګرو ملتونو د سرمشني انټونیو ګوټېرېش د ویاند مرستیالې سټیفانې ترمبلې له دې مخکې په یوه کنفرانس کې ویلي ول چې ملګري ملتونه په پام کې لري چې په دوحه کې د افغانستان په اړه دویمه غونډه جوړه کړي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګر او چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist