Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پکتیا ډنډې پټان ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومته د کرکیلې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي

د پکتیا ډنډې پټان ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومته د کرکیلې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/15

د پکتیا ولایت د ډنډې پټان ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومته او اړونده موسسو غوښتنه کوي چې د دغه ولسوالۍ پراخې کرنیزې ځمکې او په کې د مصروفو کروندګرو لپاره دې په بېلابېلو برخو کې ورسره همکاري وکړي.

دوی وايي، تر دې مهال د حکومت او اړوند ادارو له لورې د کرنې د ودې په برخه کې ورسره همکاري نه ده شوې.

د ډنډې پټان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي غازي وايي:« زموږ خوړ وچ ده کله اوبه په کې وي او کله نه وي. پنځه یا شپږ کاله وشول چې په دې خوړ کې اوبه نه شته. چا سره دومره وس نه شته چې د خپلو ځمکو لپاره برمه ووهي. نه د حکومت له لوري کلي په کلي کې راته برمې وهل شي.»  

د ډنډې پټان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالۍ کې میشت ډېری خلک پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې کبله اړتيا ده، چې د اوبو کانالونو کېندلو او د چکډیمونو جوړولو ترڅنګ د کمیاوي سرو او اصلاحي تخمونو په وېشلو سره ورته ځانګړې پاملرنه وشي.

د ډنډې پټان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي محمد نعیم وايي:« ستونزې شته دي، دلته خلک پر کرنه بوخت دي

 دی. نن سبا د تورې سرې بیه لوړه ده، باید خلکو ته ورکړل شي.دغه راز خلکو باید د غنمو اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي.»

په ورته وخت کې ځایي چارواکي په لرو پرتو سیمو کې د خلکو اقتصادي ودې لپاره د بېلابېلو پروژو پلې ته ژمنتيا ښيي او وايي،  په دې برخه کې د ځېنو همکارو موسسو له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

د پکتیا اقتصاد رئیس محمد انور راشد وايي:« د خلکو اقتصادي ښه والي اسلامي امارت خپله هم هڅه کوي چې د خلکو بې وزلۍ کچه له منځه یوسي، ترڅو د خلکو ژوند ورسره ښه شي. دغه راز د موسسو او نړیوالو سازمانونو له لارې هم هڅه کوي چې په هېواد کې او په ځانګړي ډول پکتیا  ولایت کې موږ د خلکو ستونزې درک او ورته رسېدنه وکړو.»  

د هېواد د نورو ولایتونو په څېر د پکتیا ګڼ شمېر خلک هم پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د ژوند ورځنیۍ اړتیاووې پوره کوي، خو دوی په دې برخه کې د لازمو اسانتیاوو نشتون یوه جدي ستونزه ګڼي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist