Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نیمروز په ولایت مقام کې ځانمرګي بريد درې کسان ټپیان کړي

د نیمروز په ولایت مقام کې ځانمرګي بريد درې کسان ټپیان کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/15

د نیمروز په ولایت مقام کې د یکشبنې پر ورځ د ( ۱۴۰۲ کال د مرغومې پر ۲۴ مه)  ځانمرګی برید وشو.

د یاد ولایت امنيې قومانداني دا نه تائيدوي، چې ګواکې ځانمرګی بريد دې د ولايت په مقام کې دننه شوی وي، خو د نيمروز والي  محمد قاسم خالد وايي، ياد ځانمرګی بريدګر له وړاندې د ولايت په مقام کې ځای پر ځای شوی وه.

خالد وايي، وړاندې له دې چې ځانمرګی بريدګر خپل ټاکلي هدف ته ورسېږي، د ولايت مقام ساتونکو له لوري پېژندل شوی او د له منځه وړلو پرمهال يې پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته هم چاودنه کړه ده.

خالد  په دې پېښه کې يوازې د درېيو کسانو د ټپي کېدو راپورونه تائيدوي.

هغه زیاتوي:« د دوښمنانو پلان له مخې، یو بریدګر دلته راغلی وه او ځای پر ځای شوی وه، مخکې له دې چې برید ځان ته چاودنه ورکړي له موږ سره چې کوم قهرمان مجاهدین ول، د هغوی په ډزو کې بریدګر ووژل شو. کوم چاودېدونکي توکي چې بریدګر سره ول، هغو ته هم چاودنه ورکړل شوه. زه الحمد الله بیخي روغ او جوړ یم. هېڅ ستونزه نه شته.»  

واک ته  د سرپرست حکومت له رسېدو سره، تېر کال د بلخ ولايت په مقام کې له چاودنې وروسته دا دويمه چاودنه ده، چې د ولايت په مقام کې ترسره کېږي.

د پوځي چارو کارپوهان د نيمروز ولايت مقام کې چاودنې ته په کتو دا ډول بريدونه حساس بولي او وايي، څو لسيزو جګړو بهرنيو استخباراتو ته په افغانستان کې د ورته بريدونو د ترسراوي زمينه برابره کړې.

د پوځي چارو کارپوه خلیل نادم وايي: « په دې هېواد کې شاوخوا ۴۵ کاله کېږي چې جنګونه روان دي. دلته په دغو ۴۵ کلونو کې دومره اجنټان د هېوادونو لخوا روزل شوي چې هره ګړۍ یې وغواړي د  افغانستان پر ضد یې کاروي. دغه چاودنې چې په افغانستان کې کېږي  دا سیمې او نړیوالو هېوادونو استخباراتو کار دی. دوی غواړي چې د افغانستان امنیت ګډوډ کړي.»

ځینې نور بیا ټېنګار کوي چې  سرپرست دې د ورته بريدونو د مخنيوي لپاره له خپل ظرفيت استفاده وکړي؛ ځکه د دوی په خبره، ورته بريدونه کولی شي چې د امنيتي وضعيت د اخلال ترڅنګ سرپرست حکومت ته خاص پيغام ورکړي.

         

له دې وړاندې د حکومت لوړپوړو چارواکو ويلي، هېچا ته به د امنيتي وضعيت د اخلال اجازه ورنه کړي او ان ګواښ يې کړی، که کوم څوک د اوسني حکومت په مقابل  کې واقع شي، له سخت برخليک سره به مخ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist