د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له دوو خصوصي بنسټونو سره په تفاهم ۱۳۹۳ کسانو ته په څلورو ولایتونو بغلان، بامیان، دایکندي او کابل کې د شپږ میاشتنيو حرفوي زدهکړو پروګرام پيل کړ.
مسوولان وايي، هغه کسان چې د يادو بنسټونو له لوري سروې شوي وو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مسوولینو سره په ګډه همکارۍ یې نن خپلې زدهکړې په څوارلسو بېلابېلو کرنې، مالدارۍ، خیاطۍ، مستريتوب او نورو برخو کې پیل کړې.
د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې د حرفې د ثبت امر روح الله هوتک وايي: « په ټولو ولایتونو کې تخنیکي او مسلکي زده کړو ته د زمینې برابرولو په برخه کې دغه اداره ۶۸۵۰ تنه شکیل لري، چې پر مټ یې تخنیکي، مسلکي او حرفوي زده کړې هېوادوالو ته وړاندې کېږي. له دواړو موسسو سره د نړیوال تفاهم را وروسته چې د ادارې په اډانه کې له دوی سره زموږ د پلان او ستراتیژیک ریاست د همغږۍ په چوکاټ کې د مقام له خوا هوکړه لیک لاسلیک شوی دی، هر یو په حرفوي برخه کې خپل جلا جلا لګښت کوي.»
د حرفوي زدهکړو دغې شپږ میاشتنۍ پروسې ته د شخصي بنسټونو له لوري نږدې ۸۲ میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوي، چې ۶۶ میلیونه یې د اغا خان بنسټ له لوري ۱۱۰۰ تنو ته د شپږو میاشتو زدهکړو په موده کې مصرفېږي او پاتې هغه یې د روپاني بنسټ له لوري د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې په ۲۹۳ تنو د شپږو میاشتو په موده کې مصرفېږي.
د زدهکړو لپاره معرفي شوي کسان وایي، چې ټولو ولایتونو ته دې دغه پروسه وغځېږي؛ څو له زدهکړو پاتې کسان وکولای شي حرفوي زدهکړو ته لاس رسی پیدا کړي او نورو هېوادونو ته له تګ ډډه وکړي.
د حرفوي زدهکړو ګډونوال نصرت الله وايي: « له سروې وروسته چې کوم ځوانان مستحق وګڼل شول دوی یې دې پرګرام ته ونیول. د سروې پروسه یې ډېره شفافه وه او بیا بیا یې څېړنه وکړه ترڅو مستحق کسان پيدا کړي.»
د حرفوي زدهکړو یو بل ګډونوال عبدالکریم وايي: « موږ له اسلامي امارته ډېر خوښ یو چې دا پروسه یې په لار اچولې، دلته موږ ټولو ځوانانو ته حرفوي زده کړې راکول کېږي او له دې لارې به ځانته یو کاروبار پيدا کوو؛ نو له دې پروسې ډېر خوښ یو.»
د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې د دفتر رئیس مبشر اغا وایي، چې په ټول هېواد کې د یادې ادارې د ۴۰۰ مرکزونو په شتون سره به د تخنیکي، حرفوي او مسلکي زدهکړو په برخه کې هېوادوالو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي؛ څو د ځوانانو د فکري وړتیا له استفادې سره سم هغوی ته کاري فرصتونه برابر شي.
هغه زیاتوي: « په ټوله کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د افغانستان په تعلیمي او تحصیلي ډګر کې مهم رول لري. په دې برخه کې د ځوانانو له فکري، ذهني اوعلمي ودې او د دوی له وړتیاوو په استفادې به بازار کې دوی ته د کار زمینه مساعدېږي.»
د دغې ادارې د ډېری مسوولینو غوښتنې دا دي چې د دې خصوصي بنسټونو په څېر دې نور بنسټونه هم د نقدي مرستو پرځای هېوادوالو ته د حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړي؛ څو وکولای شي خپلې اقتصادي اړتیاوې د خپل تخنیکي، حرفوي او مسلکي هنر له لارې پوره کړي.