Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حکمتیار: ملګري ملتونه د افغانستان په ګډون د نړیوالو پيچلو قضیو له حل عاجز دي

حکمتیار: ملګري ملتونه د افغانستان په ګډون د نړیوالو پيچلو قضیو له حل عاجز دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/11

د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار له خپلو بهر میشتو پلویانو سره په یوې پرلیکه ناسته کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په وروستیو دریځو نیوکې کړې دي.

حکمتیار وايي، د افغانستان تیرو څلور لسیزو قضایاوو په تړاو د ملګرو ملتونو تاریخ ته په کتو دغه نړیوال سازمان د افغانستان د اوسنۍ قضیې او د نړیوالو پیچلو قضایاوو له حل عاجز دي .

د حکمتیار په خبره، د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان لپاره د بل ځانګړي استازي ټاکل یوازې د بن د تجربې تکرار دی او د دغه سازامان امنیت شورا یوازې هغه پریکړې تائید او عملي کوي چې د دغې شورا غړي یې د ځان پر ګټه ګڼي.

حکمتیار زیاتوي: « مخکېنیو ترخو او ناکامو تجربو ته په پام سره ویلی شو، چې ملګري ملتونه د پېچلو نړیوالو قضایاوو له هوارولو عاجز دي. د نوي استازي له ټاکل یوازې د بن تجربې د تکرار تمه کېدای شي نه د بل څه. دا زموږ موقف دی. امنیت شورا اصلي غړي هغه دي چې د نړۍ د ټولو ستونزو او جګړو اصلي عاملین دوی دي. یوازې هغه پرېکړې عملي کېږي چې همدا نړیوال ترهګر او جنګي جنایتکاران پرې توافق وکړي.»

حکمتیار د افغانستان لپاره د ټولګډونه حکومت د رامنځه ته کیدو له طرحې سره مخالفت وښود او زیاته کړه چې دا دهغو هېوادونو طرحې دي چې غواړي له دې لارې ځان ته نږدې څیرې او ډلې د افغانستان نظام ته داخلې کړي.

دغه راز حکمتیار وايي، هغه هېوادونه چې د افغانستان لپاره د ټولګډونه حکومت غوښتنه کوي په خپلو هېوادونو کې د داسې حکومت هېڅ ډول بیلګې نه شي وړاندې کولی.

د حکمتیار زیاته کړه: « په ټولګډونه حکومت او  د لویې جرګې مسلسل او ډېر مکرر ټینګار د څه لپاره؟ په روسیه کې د یوه ګوند حکومت دی. چین کې د یوه ګوند حکومت دی. په امریکا د یوه ګوند حکومت دی او له موږ ټولګډونه حکومت غواړې؛ یعنې څه؟ ولې په ټولګډونه حکومت ټینګار کوئ؟ افغانان پوهېږي چې له دې مو موخه دا ده چې ستاسې د خوښې حکومت جوړ شي، هغه حکومت تاسې ټولګډونه ګڼئ چې په تاسو پورې تړلې په کې شریک وي، تاسو همغسې حکومت جوړول غواړئ چې په بن کې جوړ شوی وه.»

په دې تړاو د نظر خاوندان هم په دې باور دي چې د ټولګډونه حکومت د غوښتنې ترشا سیاسي اهداف نغښتي دي او له تیرو ۴۰ کلونو راهیسې افغانان د نړیوالو سیاسي اهدافو قرباني دي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وایي : « ولې نړیوال هېوادونه ټولګډونه حکومت غواړي؟ د دې لپاره چې دوی دلته سیاسي موخې لري او د خپلو سیاسي موخو لپاره یې څلورو لسیزو کې افغان ولس او هېواد قرباني کړ او بیا هم غواړي چې هماغه جنګي جنایتکاران، جنګي جنګسالاران په ټولګډونه حکومت کې یوځای کړي ترڅو د دوی سیاسي موخې او ګټې دلته پلي کړي.»

د افغانانو ترمنځ د هرډول بهرني منځګړیتوب او حضور پرته د مذاکراتو پیل او د داسې معتبرې مرجع رامنځ ته کولو چې د افغانستان د ټولو ملي مسایلو په اړه یې پریکړې ټولو ته دمنلو وي د حزب اسلامي مشر یې د اوسني وضعیت د حل یوازینۍ لار ګڼي.

ګلبدین حکمتیار وايي: « د حل لار یوازې دا ده چې افغانان د پردیو له مداخلې او هر راز څرګند او نا څرګند حضور او اغېز پرته په خپلو کې په صادقانه توګه خبرو اترو ته کېني او د یوې داسې درنې او معتبرې شورا په جوړولو توافق وکړي چې په واقعي مانا ملي اجماع تمثیل کړي، ټول مهم ملي مسایل همدې شورا ته محول شي او هره پرېکړه چې د همدې شورا له لوري کېږي ټول یې درناوی وکړي.»

شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت له افغان حکومت سره د د تعامل څرنګوالي په تړاو داسې پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې به یې د ملګرو ملتونو عمومي منشي له افغان چارواکو سره د ډیپلوماسۍ لپاره ځانګړی استازی ټاکي او دغه ګومارنه له امنیت شورا سره په مشورې ترسره کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

فبروري 3, 2026
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist