د يوې تازه پرېکړې له مخې، د پاسپورټ رياست د پاسپورټ غوښتونکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د انلاين نومليکنې ترڅنګ په افلاين بڼه هم د نومليکنې بهير پيل کړی.
د یاد رياست مسوولین وايي، دا چې د پاسپورټ اخېستلو تقاضا څو برابره زياته شوې، نو پر دې اساس د انلاین نومليکنې ترڅنګ یې په افلاین بڼه پر نوم ليکنې يا پر سپينو عريضو هم اجرات کوي.
د مسوولینو په خبره، په دې توګه به هغه کسان چې د پاسپورټ اخېستنې لپاره به يې نومليکنې ته انتظار کاوه، اوس کولی شي په افلاين توګه ژر نومليکنه وکړي.
دوی وایی، د دغه بهیر لومړی پړاو به د چهارشنبې په ورځ په کابل کې پیل شي او وروسته به هره پنجشنبه په افلاین توګه د پاسپورټ غوښتنې عریضې راټولېږي.
د پاسپورټ مشر عبدالکريم حسيب وايي: « دا چې موږ د پاسپورټ پروسه په افلاین ډول پيلوو لامل یې دا دی چې موږ له یوه کال راهیسې په انلاین ډول د پاسپورټونو توزیع پيل کړې، په زرګونه پاسپورټونه مو توزیع کړي؛ خو بیا هم اړمنو ته پاسپورټ نه رسېږي او لامل یې دا دی چې د یوې کورنۍ ۲۰ کسان راشي په انلاین بڼه یې نوبت رسېدلی وي او پاسپورټ ترلاسه کوي، بلې خوا یو بل کس عاجل پاسپورټ ته اړتیا لري خو نوبت یې نه وي رسېدلی او نه یې شي ترلاسه کولی، ځورېږي او ستونزه یې نه هوارېږي.»
حسیب وايي،، پر عرایضو د ۵ کلن او يا ۱۰ پاسپورټ اخېستو غوښتتنه اختیاري ده او زیاتوي، چې په یادې پروسې کې هېڅ استثنا نشته او ټول خلک په برابره توګه له يادو خدمتونو استفاده کولی شي.
د پاسپورټ ریاست وياند نور الله وايي: « یوازې دغه غوښتنه کوو چې لومړیتوب هغو کسانو ته ورکړئ، چې پاسپورټ ته عاجله اړتیا لري. موږ ټولو ته هم په افلاین او هم انلاین بڼه پاسپورټ ورکوو، ځکه دا د دوی حق دی؛ نو په ټوله کې پاسپورټ هر چاته ورکوو خو له هېوادوالو مو غوښتنه دا ده چې لومړیتوب هغه چاته ورکړئ، چې ډېره اړتیا لري او څوک چې عاجله اړتیا نه لري دوی دې څه موده انتظار وکړي نوبت هرومرو ورسېږي.»
خو د سیاسي چارو شنونکي بيا د انلاين سيسټم په موجوديت کې بېرته کاغذي عريضو ته پر ستنېدو نيوکې لري.
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سیال وردګ وايي: « دلته څو ګټې لري، یو خو دا چې د کمېشن کارانو او یا هغو کسانو چې غواړي د رشوت له لارې چاته پاسپورټ ورکړي، د مخنیوي لپاره همدا په انلاین بڼه د فورمو ډکول او نوملیکنه کول سم دي، ترڅو پر وخت موږ ته پاسپورټ ورسېږي. که چېرته بیا د هارډکاپي خبره کوو او یا حضوري څوک غواړي عریضه وکړي نو دلته هم رشوت او هم کمېشن کارۍ ته زمینه برابرېږي او ملت ته یې تر ګټې زیان ډېر دی.»
دغه ریاست د پاسپورټ په توضع کې د پوره شفافیت ډاډ ورکوي او وایی، په تیرو شپږو میاشتو کې يې ۷۰۰ زره پاسپورټونه توضیع کړې او له درکه يې درې مېليارد افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي.