Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کابل نړیوال هوايي ډګر داخلي ترمینل کې د تجارانو صالون جوړ او ګټې اخېستې ته وسپارل شو

د کابل نړیوال هوايي ډګر داخلي ترمینل کې د تجارانو صالون جوړ او ګټې اخېستې ته وسپارل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/10

د کابل نړیوال هوايي ډګر د داخلي ترمینل د تجارانو په نوم صالون د افغان بیسیم مخابراتي شرکت لوري جوړ  او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

د دغه صالون ټول لګښت چې نږدې یو میلیون افغانۍ دی او په کې د اړتیا وړې اسانیتاوې برابرې شوې دي.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسوولینو ژمنه وکړه چې د افغانستان ټولو هوايي ډګرونو  په بیا رغونه کې به له حکومت سره همکار وي او په دغه برخه کې  به لویې او وړې زغنیزې پروژې پلې کړي.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د مرکزي زون مسوول سلیمان خرم وايي: « د کابل په هوايي ډګر کې د محلي پروازونو په تم ځای کې الحمدالله موږ وکولی شول، چې دویم پوړ کې وي.آی.پي او سوداګریز لاین ټول له سره تنظیم، ترتیب او په نویو عصري وسایلو یې مجهز ورغوو او د کابل نړیوالې ادارې ته مو تسلیم کړو. په دې نږدې یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.»

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت عمومي مشر علي الله سروري بیا وايي: « موږ د یوه مسوول شرکت په توګه غواړو چې له خپلو مسوولینو سره اوږه په اوږه د ابادي په هره برخه کې چې زموږ په وس پوره وي، ګډ کار وکړو. موږ متحد یو چې په افغانستان کې پانګونه وکړو او الحمدالله دوام به ورکوو.»

په ورته مهال د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري د کابل نړیوال هوايي ډګر د عمومي دروازې د جوړېدو بنسټ ډبره هم کیښودل شوه .

دغه دروازه به د ۵۰ زره  امریکايي ډالرو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې په اساسي ډول جوړه شي

سروري زیاتوي: « په دې ان شاءالله ۵۰ زره ډالر لګښت راځي، دا چې دلته بیروبار زیات دی، خلک زیات تګ او راتګ کوي؛ نو دې هر څه ته په کتو ښايي له پنځو تر شپږو میاشتو وخت ونیسي.»

د کابل هوايي ډګرمشر عبدالهادي محمد وايي: « اوس د هېواد د پرمختګ او پراختیا وخت دی، دا لا زیات جوړېدو ته اړتیا لري او دې کار کې پانګوالو ته اړتیا شته، ملي شرکتونو او سوداګرو ته هم اړتیا لرو او همداسې هر هغه څوک چې په هره کچه وسه لري باید په دې کې برخه واخلي، ځکه هېواد یوازې په دولت نه جوړېږي.»

په همدې حال کې د کابل هوايي ډګر د چارواکو او افغان بیسیم مخابراتي شرکت ترمنځ تړون هم لاسلیک شو چې له مخې به یې د هوايي ډګر په تم خونو کې د مسافرو لپاره په وړیا توګه انټرنیټي خدمات وړاندې شي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

فبروري 3, 2026
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist