د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې تېره شپه ماخوستن مهال شپږبجې پر یوه کاسټر ډوله موټر چاودنه شوې.
د کابل امنیه قوماندانۍ دغه پېښه تائید کړې چې د لومړنیو مالوماتو له مخې په یاد موټر کې ناست ۲ تنه عامو هېوادوالو ژوند بایللی او ۱۴ نور ژوبل دي.
خالد ځدراڼ ویلي، ژوبل شوي عاجل روغتونونو ته رسول شوي او د پېښې په اړه د پولیسو له لوري پلټنې روانې دي.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخېستی.