Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسیه: امريکا او بريټانيا د افغانستان شمال کې وسله‌وال ځای پر ځای کوي

روسیه روانه میاشت د افغانستان په تړاو ناسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/07

له تېرو دوه نیمونو کلونو راديخوا د سیمې او نړۍ پر کچه د افغانستان په تړاو لسګونه غونډې جوړې شوې خو د افغانستان پر سیاسي وضعیت او د خلکو پر اقتصاد یې د پام وړ مثبت اغیز نه دی کړی.

تازه د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي په جنورۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو له غونډې خبر ورکړی دی.

 ضمیر کابلوف د ټاس خبرې آ‎ژانس ته  ویلي، په دغه غونډه کې به د بېلابېلو هېوادونو استازي مسکو ناسته کې ګډون وکړي او د افغانستان په تړاو به خپل نظرونه شریک کړي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د مسکو په شمول په هره یوه نړیواله ناسته کې د خپل استازي حضور مهم بولي او په وینا یې  د سرپرست حکومت استازي پرته هر ډول جوړېدونکي ناستې بې ګټي دي.

مجاهد زیاتوي: « د افغانستان په تړاو غونډې هغه وخت ښه پایله لرلی شي، چې افغانستان په جریان کې وي، د غونډې برخوال وي او د خپل نظام او ملت استازیتوب وکړي، په دې صورت کې هم مثبته پایله لري او هم یې پرېکړه اغېزناکه تمامېږي. تراوسه پورې موږ سره اجنډا بشپړه نه ده شریکه شوې، چې شریکه شي او دغه شرایط یې درلودل نو بیا باوري یو چې دا غونډې ګټورې دي، د سیمې ترمنځ نږدیوالی راولي، افهام او تفهیم ته لار خلاصېږي او پرمختګونه په ځان پسې لري او که خدای مه کړه داسې وي چې په خپلسرې توګه وشي او د افغانستان په اړه په داسې صورت خبرې کېږي چې افغانستان په کې غایب وي بیا نو پایله نه لري، لکه څنګه چې تېرو غونډو نه درلوده.»

د سیاسي چارو کارپوهان د مسکو او ملګروملتونو وروستیو ناستو ته په کتو وایي، یو ځل بیا په دې جوړېدونکې ناسته کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو کار او زده کړو ته اجازه، ترهګرۍ سره مبارزه، د نشه یي توکو مخنیوی او د ټولشموله حکومت جوړېدل به مطرح شي.

دوی له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې  د نړۍوالو د پلمو مخنیوي لپاره دې په کور دننه اساسي قانون جوړ او سرپرست حکومت دې د ولس اساسي غوښتنې ومني.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « په راتلونکو ناستو کې به د افغانستان د پولي مسایلو سربېره امنیتي مسایل، د خلکو د ګډون، د افغانستان دننه سیاست او د افغانستان د وضعیت په تړاو د بهرنیو سیاستونو د بدلون مسایل او د افغانستان خلکو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر مسایلو هم بحث ترسره کېږي.»

د سیاسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: « ځان دې نړۍ ته نږدې کړي، خپلې اړیکې دې تامین کړي، ترڅو په نړیواله ټولنه کې د افغانستان بیا ځلې ادغام او په نړیوالو غونډو او ناستو کې د افغانستان د استازي ګډون ګټور تمام شي.»

ځيني نور وايي، نړۍ که غواړي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه واوسي او د افغانستان په هکله د هېوادونو اندېښنې نیغ په نیغه ځواب کړي روسیه دې په دغه ناسته کې د اسلامي امارت پلاوي ته د ګډون بلنه ورکړي.

 دوی ټینګار لري چې لاهم ځينې هېوادونه او ډلګۍ هڅه کوي نړۍ ته د افغانستان ناسم انځور وړاندې کړي او یوازې دا ستونزه د افغانستان په تړاو جوړېدونکو ناستو کې د اسلامي امارت استازو فعاله حضور حل کولی شي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: « څو ټکي د پام وړ دي، لومړی دا چې افغانستان له انزوا راووځي، نړۍ سره د افغانستان تعامل او د سیمې او افغانستان د ثبات مسله حتمي ده. په ورته وخت کې زموږ غوښتنه دا ده چې نړیواله ټولنه د افغانستان په مسله کې یوه خوله شي، له کلیشه‌يي او داسې متضادو دریځو څخه تېر شي چې افغانستان د حل پر ځای د سترو قدرتونو په رقابت او هغوی سره په ټکر کې راولي.»

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وایي سرمنشي د افغانستان په تړاو د یوې بلې سترې غونډې د جوړولو تابیا نیسي چې موخه یې د افغانستان په تړاو د نړۍوالې اجماع پیاوړتیا ښودل شوې ده.

د دغه سازمان د ویاند مرستیالې ویلي، په دغه غونډه کې به د افغانستان په تړاو د ګڼو هېوادونو ځانګړي استازي د هغې خپلواکې ارزونې په اړه بحث وکړي چې د افغانستان پر وضعیت یې ترسره کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist