Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: کابل کې ځينې مېرمنې د حجاب نه مراعت کولو له امله نيول شوي

مجاهد: کابل کې ځينې مېرمنې د حجاب نه مراعت کولو له امله نيول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/06

له څو ورځو راهيسې په خواله رسنيو کې داسې انځورونه او وېډيوګانې لاس په لاس کېږي، چې ښيي د کابل په لوېديځ کې يو شمېر مېرمنې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول کېږي.

دې کار نه يوازې دا چې په کور دننه يې پر خواله رسنيو د خلکو غبرګونونه زيات کړي، تر څنګ یې د ملګرو ملتونو غبرګون  هم راپارولی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ په کابل ښار کې د يادو مېرمنو پر نيول کېدو خواشيني ښودلې او دا کار يې د سرپرست حکومت له لوري پر ښځو او  د بیان پر ازادۍ اضافي محدویت بللی دی.

بېنېټ له سرپرست حکومت غوښتي چې ژر تر ژره په کابل کې يادې نيول شوې مېرمنې خوشې کړي.

هغه زیاته کړې:« په افغانستان کې د بې‌حجابۍ په تور د ښځو نیول، د  واکمنو چارواکو لخوا تائید شوي. په خواشینۍ سره دا عمل د ښځو د بیان پر ازادۍ باندې نور محدودیتونه او د مېرنو حقونه تر پښو لاندې کول دي. دوی ټول باید سمدستي او له شرط پرته خوشې شي.»

بل خوا سرپرست حکومت هم تائیدوي چې په کابل کې يو شمېر مېرمنې نيول شوي دي، خو دا نه تائيدوي چې ګواکې يادې مېرمنې دې مجازات شوي وي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د اړوند ادارو له لوري له توصيې وروسته يادې نيول شوې ميرمنې بېرته خوشې شوي دي.

مجاهد زیاتوي:« یو یا دوه موارد ول. ځېنې نجونو ته وظیفه ورکړل شوې چې  د بې حجابۍ د ترویج لپاره کار وکړي، هغه بیا کشف شوې، حوزې پورې بیول شوي او اصلاحي بیانونه ورته شوي دي. ترڅو د بیا لپاره تکرار نه شي. نوره خبره نه شته ده.»

د ښځو د حقونو فعالانې بیا له اسلامي امارت غواړي چې باید ښځې د ښځينه پوليسو له لوري ونيول شي او په خبره يې سرپرست حکومت دې د ښځو حقونه خوندي کړي او په دې توګه دې د ښځو کار او نجونو زده‌کړو ته اجازه ورکړي.

حکومت له دې وړاندې ویلي و، چې د ښځو له لوري د حجاب نه مراعاتولو له امله به د يادو ميرمنو د کورنيو غړي نيول کېږي او له شرعي مجازاتو وروسته په خپلې کورنۍ د حجاب مراعتولو په موخه بېرته خوشې کېدای شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist