د ملګرو ملتونو نړيواله پراختیایي ادارې (یو.اېن.ډي.پي) په خپل تازه راپور کې په هرات کې د زلزلې ځپلو کورنیو وضعيت اروزنې ته کتنه کړې او زياته کړې يې ده، چې د يادو کورنيو ژوند لا هم نه دی عادي شوی.
په راپور کې د زلزله ځپلو د سوکاله ژوند لپاره د امکاناتو نشتون انعکاس شوی او له یادو زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ۲۵ میلیونه ډالرو بسپنې غوښتنه یې کړې.
د راپور یوه برخه:« د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره د بیارغونې د پلان ملاتړ په موخه په بېړني ډول د ۲۵میلیونه ډالرو غوښتنه کوي چې په کې لنډمهاله او دایمي سرپناوې، د بنسټیزو چارو بیارغول، د تجديد وړ انرژيو برابرول، د څښاک د پاکو اوبو د سیسټمونو احیا کول او د دندو او ژوند د معیشتونو رامنځته کول په کې شمال دي.»
په ورته مهال پېښو د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق په هرات کې له زلزله ځپلو کورنيو سره د مرستندويه کمېټو له لوري د مرستو د دوامداره رسولو خبر ورکوي او زیاتوي چې له هرات سربېره د اټکل له مخې سږ کال د افغانستان ۲۵ ولایتونه د طبعي پېښو له جدي ګواښ سره مخ دي.
هغه زیاته کړه:« اسلامي امارت هلته (هرات) کې کمېټه لري، د امیرالمومنین له خوا یوه کمېټه جوړه شوې. په راس کې یې د علماوو شورا مشر دی. کوم هېوادوال چې له ستونزو سره مخ وي د ستونزو حل لپاره یې شپه او ورځ پر کار بوخت دي. زما په شخصي نظر انشاءالله ستونزې به نه رامنځته کېږي.»
حکومت زلزله ځپلو کورنيو ته د مرستو رسولو ډاډ ترڅنګ له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د عامه تشويش زياتولو پر ځای دې له اړمنو کورنيو سره مرستې وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« د هرات له زلزله ځپلو سره پراخې مرستې شوي دي، کورونه یې هم جوړیږي او دوی به خپلو کورونو ته ځي. لږ وخت پاتې ده کورونه د وچېدو په حال کې دي، بیا به افتتاح کېږي او دوی به ور استول کېږي. یو به یې سرپنا پیدا شي او دویمه دا ده چې د دوی لپاره د همکاریو لړۍ هم روانه ده. مرستې هم بنسټونه او هم اسلامي امارت د خوراکي توکو مرسته کوي.»
د ملګرو ملتونو د نړيوالې پراختيايي ادارې د مالوماتو له مخې، د هرات په زنده جان او څو نورو ولسوالیو کې د تېر ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د شديدې زلزلې له امله شاوخوا ۱۴۰۰ کسان مړه او ۱۱ زره نور ژوبل شوي.
د يادې زلزلې له امله څه باندې اته زره کورونه په بشپړ ویجاړ او ۱۷زره نور یې برسيرن زیانمن شوي په دې توګه په ټوله کې د يادې زلزلې له امله ۲.۲ ميليونه کسان اغېزمن شوي.