د جدي پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد ۱۲۰ زرو سرو لښکرو د هوا او ځمکې له لارې پر افغانستان يرغل وکړ.
د دې يرغل په پايله کې شاوخوا يو ميليون افغانان شهيدان، نږدې دوه ميليونه معلول او ميليونونه نور هجرت کولو ته اړ شول.
خو بلاخره د افغان ولس د نهه کلنې مبارزې سرښندنې او قربانۍ په نتيجه کې د پخواني شورې اتحاد سرو لښکرو ماتې وخوړه چې له دې سره د روسي د جمهوريتونو اتحاد هم دړې وړې شو.
د دې جنګ پرمهال زرګونه روسي ځواکونه په افغانستان وژل شول.
دا یرغل که څه هم د تاريخ په پاڼو کې د تورې ور ځې په نوم ياديږي خو بیا د هم افغان ولس دوامداره مبارزه هغه څه وو چې روسي ځواکونه يې له افغانستانه وتلو ته اړ کړل.
جنرال ګروموف د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو وروستی قوماندان وه چې له افغان خاروې ووت.