Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سراج‌الدين حقاني د افغانستان او نړيوالو ترمنځ له سياسي لارو د مسايلو حل غوښتنه کړې

سراج‌الدين حقاني د افغانستان او نړيوالو ترمنځ له سياسي لارو د مسايلو حل غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/27

د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدين حقاني د افغانستان سرپرست حکومت او نړيوالو ترمنځ ډيالوګ د تفاهم عمده لار بولي او وايي، نړيوال دې د افغانستان له حکومت سره ټول مسايل له همدې لارې تعقيب کړي.

نوموړي دا څرګندونې د جاپان سسکاوا سولې بنسټ له پلاوي سره د کتنې پرمهال کړي او ټينګار يې کړی، چې د خبرو اترو له لارې د ستونزو حل معقول او ممکن دی.

د حقاني په خبره، هېوادونه دې له عامو افغانانو سره خپلې بشري مرستې له سياسي ملحوزاتو سره نه تړي.

هغه زیاته کړه:« د بهرنیانو لخوا رامنځته شوي محدویتونه د بشري اړتیاوو د تراژیدۍ لامل ګرځي. حال دا چې د افغانانو اساسي بشري اړتیاوې باید له سیاسي مسایلو په جلا توګه وارزول شي.»

د سیاسي چارو کارپوهان هم بشري مرستې او زده‌کړې سياست جلا بولي او د سرپرست حکومت د دريځ په پلوه له هېوادونو غواړي چې له افغانستان سره د بشري مرستو دوام د سياسي مسايلو ښکار نه کړي.

د سياسي چارو کارپوه معين ګل څمکنی وايي: « نړۍ دې بشري مرستې د سیاست تر اغېزو لاندې نه راوړي، ځکه په نړۍ کې څو معیارونه دي، لکه: سپورټ، سوداګري، بشري مرستې، پوهنه او داسې نور، چې دا باید د سیاست قرباني نه شي؛ نو هېله ده چې نړیوال دې ته ځانګړې پاملرنه وکړي لکه څنګه چې جاپان دې نقطې ته متوجې شوی دی، هېله ده چې نور هېوادونه هم متوجې شي او له موږ سره په دې اساسو شېبو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»

خو ځيني نور بيا له سرپرست حکومت هم په يو لړ پالیسيو کې د نرمښت غوښتنه کوي او په خبره، یې د همدې پالیسيو له امله حکومت نه دی توانېدلی چې د رسميت پېژندنې په موخه ملي تفاهم رامنځته کړي.

د سياسي چارو کارپوه زمان ستانکزی وايي: « دوی دې ولسي جرګه، لویه جرګه یا دې په کومه بله بڼه یوه جرګه جوړه کړي، څو له دې لارې طالبان هم خپل مشروعیت حاصل کړي او افغان ملت هم خپلو غوښتنو ته ورسېږي، چې په افغانستان کې د قانون حاکمیت رامنځته شي. دغه اوسني شرایط چې په دې کې امنیت شته،  سوله نشته؛ نو دا هر څه باید په سوله بدل شي.» 

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم کابل ته د سفر په لړ کې له حکومتي چارواکو سره د لېدنو پرمهال ويلي ول چې هېوادونه باید له سرپرست حکومت سره ستونزې د خبرو او تعامل  له لارې حل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist