Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسپانیا کې د افغانستان سفارت له کابل سره د تعامل خبر ورکړی

بهرنيو چارو وزارت د متقي او مشهید ترمنځ د ټي.‌ټي.‌پي په اړه بحث شوي موارد رد کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/27

د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د دې وزارت سرپرست  مولوي امیر خان متقي په تهران کې له پاکستاني سناتور مشهيد حسېن سره د تحريک طالبان پاکستان د سولې اړوند مذاکراتو په اړه خبرې کړي دي.

په دې اړه خپرو شوو راپورو کې ويل شوي، چې د فلسطين په اړه د اسلامي هېوادونو د استازو کنفرانس په څنډه کې مولوي اميرخان متقي او مشهيد حسېن ترمنځ د تحريک طالبان پاکستان په اړه بحث شوی دی.

په يادو راپورونو کې د متقي په حواله ويل شوي چې د تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت د افغانستان سرپرست حکومت په منځګړيتوب هوکړې نږدې وو، خو په خبره يې د پاکستان شاتګ د دې لامل شو، چې ياد مذاکرات بې پايلې شي.

خو د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال بيا شمشاد ته په دې اړه د متقي او مشهيد ترمنځ بحث رد کړ.

بل خوا مشهيد حسېن د پاکستان ايکپرېس ټرېبيون ورځپاڼې ته منلې چې له اميرخان متقي سره يې په يوه غير رسمي مجلس کې خبرې شوي او د تحريک طالبان پاکستان په اړه بحث يې يوه برخه وه.

خو د سیاسي چارو کارپوهان وایي، پاکستان هره سوله ‌ييزه پروسه د خپلو ګټو په خاطر سبوتاژ کړې ده.

 د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي: « دوی غواړي نړۍ، سیمې او په سر کې یې امریکا ته وښي، چې موږ د ترهګرۍ قرباني یو او په دې پلمه د ټي‌.ټي.‌پي د ځپلو په خاطر له امریکا یو څه پیسې ترلاسه کړي، بله دا چې دغه جګړه ټوله د پښتنو په سیمه کې ده، د پنجاب حکومت ته یې کوم زیان نه رسېږي؛ نو له یوې خوا به پښتانه وځپي او له بلې خوا به له امریکا امتیازات ترلاسه کړي، درېیمه خبره دا ده چې نړۍ ته به دا وښي چې ترهګر په افغانستان کې دي، نه په پاکستان کې.»

ځینې نور بیا وايي، پاکستان تل د سولې او جګړې په قضيو کې دوه مخې لوبه کوي او په دې توګه سيمه کې د زبرځواکو هېوادونو اهدافو تحقق ته کار کوي.

د پوځي چارو کارپوه اخترمحمد راسخ وايي:« د طالبانو منځګرتوب د ټي‌.ټي.پي او د پاکستان دولت ترمنځ کومې ویناوې چې کړي، زه په دې باوري یم چې پاکستان د تاریخ په پاڼو کې له کومې ورځې چې رامنځته شوی له خپلو ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان له دولتونو سره یې دوه مخې لوبه کړې او هېڅکله یې هم د سولې او امن هېله او ښه ګاونډيتوب نه دی درلودلی، د ټولو بدبختیو، جګړو او ناامنیو پيلول او سیمې ته د نړیوالو ابرقدرتونو راکشول او دلته د دوی د سیاسي موخو لپاره کار او مبارزه کول، د دوی د ستراتیژیو او موخو اساسي کرښې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تحريک طالبان پاکستان ډلې د فعاليتونو له امله په کراتو اسلامي امارت له يادې ډلې سره پر همکارۍ تورن کړی، خو اسلامي امارت بیا د پاکستان دا ادعاوې بې اساسه او بې ارزښته بللي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist