واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهيسې يو شمېر هېوادونه اندېښنه ښيي چې ګواکې په افغانستان کې وسلهوالې ډلې فعالې دي او د دوی امنيت ته احتمالي ګواښ دی.
خو دې اندېښنو ته په اشارې سره د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیر خان متقي وایي، اسلامي امارت د افغانستان پر ټولې جغرافيې حاکم دی او هېڅ داسې مخالفه وسلهواله ډله نشته چې د يادې جغرافيې جز دې يې په واک کې وي.
متقي زیاتوي: « له ۴۵ کلونو وروسته د ټول افغانستان په یوه کلي کې، په یوه جریب ځمکه او ان په یو متر ځمکه الحمدالله د مخالفینو تسلط نشته. د قدرت ټولې جزیرې ختمې دي، ملکالطوافي ختمه ده، هېڅوک نه شي ویلی زه زورور یم او ته کمزوری یې، نه د بهرنیانو لپاره لارې بندې دي او نه کورني مسوولینو ته، نه د وزیرانو شاوخوا باډي ګارډانو کتارونه شته او نه کوم بل کش و فش.»
متقي وايي، اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست لري او له ټولو هېوادونو غواړي چې له افغانستان سره مثبتې اړیکې ټينګې کړي.
متقي د اسلامي امارت بېطرفه سياسي دريځ ته په اشارې له ټولو هېوادنو غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.
هغه زیاته کړه: « نن د افغانستان حکومت له ګاونډيو او د سیمې له هېوادونو سره ډېرې ښې اړیکې لري، د افغانستان ټول بندرونه خلاص دي او د سیمې له ټولو هېوادونو سره سوداګري لرو. افغانستان الحمدالله د ټرانزیټ او اقتصاد پر مرکز بدل شوی.»
په ورته وخت کې متقي وايي، هېواد کې امنیت تامین شوی او د خلکو سر او مال د خونديتوب ته په کتو په بهر کې مېشت افغانان هم کولی شي چې بېرته هېواد ته راستانه شي.
هغه زیاتوي: « هغه کډوال چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته تللي دي، الحمدالله د کسب او کمال او تعلیم له مخې ښه پرمخ تللي، زده کړې یې کړي، تجربې یې ترلاسه کړي؛ نو اوس ورته هېواد اړتیا لري او خپل هېواد ته دې راشي.»
په داسې حال کې چې د اسلامي امارت له واکمنۍ دوه نیم کاله تېریږي، خو لا تراوسه د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی.
نړیوال ټولنه د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د سرپرست حکومت لخوا پر وضع شویو بنديزونو سربېره يو شمېر مسايل د ياد حکومت د رسميت پېژندنې په برخه کې خنډ بولي.