د ژمي له پیل سره سم د کابل ښار هوا تر بل هر وخت ډېره ککړه شوې، چې د ښاریانو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
د کابل ښار اوسېدونکي له ټولو اړوندو ادارو غواړي چې په بنسټیز ډول د یاد ښار د هوا د ککړتیا مخنیوي کې هڅې وکړي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « موږ چې کله له کوره بهر راووځو له ډېرو ستونزو سره مخ کېږو، هوا ډېره ککړه ده، د شپې له خوا د زغالو ډېر بد بوی وي، سترګې مو ترخې کوي او ډېرو ستونزو سره مخ کېږو. له حکومته مو غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وايي: « د کابل او جلال اباد هوا ډېر توپير لري، هلته ډېره پاکه او ښایسته هوا ده. موږ چې دلته راغلو زکام، سینه بغل او ان د ساه بندۍ ناروغۍ راته پيدا شوې، ځکه هوا ډېره ککړه ده.»
د خلکو له لوري د ژمي په موسم کې د ډبرو سکارو او بې کیفیته نورو سون توکو سوځول او ځینې نورې چارې د کابل ښار د هوا د ککړتیا سبب شوي دي.
روغتیاپالان هم د ککړې هوا ډېروالي ته اندېښمن دي او زیاتوي چې، تنفس یې وګړو ته مرګونی او د ګڼو ناروغیو د پیدا کېدا لامل کېږي.
ډاکټر عبد الرزاق احمدزی وايي: « دغه ګازونه او کاربن ډای اکسایډ د ناروغیو د رامنځته کولو ځانګړې سرچینې دي او په تنفسي، قلبي او رواني ناروغیو د اخته کسانو ناروغۍ لا زیاتوي، چې لامل یې د هوا ککړتیا او د زغالو کارونه ده چې باید مخه یې ونیول شي.»
د کابل ښاروالي په ښار کې د ژمي په راتګ سره د هوا ککړتیا مني او ډاډ ورکوي چې د چاپېریال ساتنې ادارې سره یې ګډې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره هڅې پيل کړي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي: « د ژمي په رارسېدو سره کابل ښاروالۍ له ځېنو ستونزو سره مخ ده، چې یوه یې هم د هوا ککړتیا ده. تاسې ته بهتره مالومه ده چې کابل ښار کې یو شمېر لوړپوړې ودانۍ دي، همدشان حمامونه او کارخونې دي چې دوی ټول د ډبرو له سکرو کار اخلي، دوی باید فلتر ولري او کابل ښاروالۍ په دې اړه څېړنه کوي او دا څېړنه یا بیا کتنه د ثور له میاشتې پیل شوې ده. له تحوله تراوسه په کابل ښار کې تر ۳۵۰ اضافه فلترونه نصب شوې دي ترڅو د ډبرو له سکرو او نورو برخو رامنځته شوی لوګی تصفیه کړي.»
له کابل سربېره هر کال د ژمي له پیله د هېواد په لویو ښارونو کې د هوا له ککړتیا د خلکو اندېښنې زیاتېږي، چې عامو خلکو ته یې د ژوند د چارو د ټکني کېدو سربېره، بېلابېلې روغتیايي ستونزې هم پیدا کړې دي.