Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: پاکستان کې امن غواړو خو د ناامنیو مسوول نه یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/24

د پاکستان ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې ادعا کړې چې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې ترهګریزو پېښو کې ۹۲ تنو افغانانو لاس درلود او زیاته کړې یې ده چې سږکال په ۵۰ پېښو کې د افغانانو د لاس لرلو ثبتونه هم لري، هغه څه چې اسلامي امارت په وار وار رد کړي او بې اساسه یې بللي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستانې چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وایي، هېڅ داسې شواهد ورسره نه دي شریک شوي او وايي، په پاکستان او خیبر پښتونخواه کې وروستیو بریدونو کې هېڅ راز افغانان ښکېل نه دي.

د مجاهد په خبره، په تېر یوه کال کې یې ۴۳ پاکستاني وګړي نیولي چې غوښتل یې په افغانستان کې بریدونه وکړي.

مجاهد زیاتوي: « د افغانستان ملت او حکومت هېڅکله نه غواړي چې پاکستان کې دې ناامني او جنګ وي. کسان که نیول کېږي او د تابعیت په توګه په افغانستان پورې تړاو لري؛ نو دا خو په بېلابېلو هېوادونو کې داسې جرایم وي چې اشخاص یې په شخصي توګه ترسره کوي او حکومت او ملت په کې ملامت نه وي. د بېلګې په توګه د تېر کال په اوږدو کې موږ ۴۳ تنه داعشي وسله وال له منځه یوړل چې هغه هم پاکستاني اتباع وو؛ نو موږ خو دا نه شو ویلی چې دا د پاکستان د ولس او یا حکومت کسان دي.»

مجاهد افغانستان ته د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن سفر شخصي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د نږدېوالي په موخه بولي.

هغه زیاته کړه: «مولانا د هغه ځای د مسلمانانو او د پاکستان د علمای کرامو او مسلمانو وګړو استازیتوب کوي، په همدې خاطر موږ افغانستان ته بللی. موږ غواړو د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمنځ نږدېوالی په خپل حال پاتې وي او بله دا چې د علمای کرامو ترمنځ چې کوم باور شته دا په خپل ځای پاتې شي، په دې برخه کې د مولانا رول ډېر مهم دی، ځکه مو را دعوت کړ.»

د سیاسي چارو کارپوهان کابل ته د مولانا فضل الرحمن سفر د مثبتې پایلې سره مل نه بولي او ټینګار کوي، چې له هغو پاکستاني سیاستوالو دی، چې د خپل سیاسي فعالیت له پیله یې د افغانستان په مساله کې منفي رول لرلی.

د سیاسي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « په دې سفر کې دوه موخې نغښتي دي، چې مولانا غواړي د خپل همدې سفر له ادرسه د پاکستان جنرالانو او دولتمدارانو ته وښي چې دی کولی شي د پاکستان د سیاسي او استخباراتي موخو لپاره د طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي، تر څو خپل پلانونه په عملي بڼه ترسره کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه  محمد زلمی افغانیار وايي: « نن چې کومې سیاسي ستونزې رامنځته شوې دي، اصلي موخه یې دا ده چې دوی غواړي ټولې ننګونې زموږ له لارې هوارې کړي.»

کابل ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر د سفر په اړه ځینې باورونه دا دي، چې د اسلامي امارت او د پاکستان ترمنځ د باور فضاء رامنځته کړي، هغه څه چې په اړه یې په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist