Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا بهرنیو چارو وزات: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پرېکړې مخکېني افغان حکومت ته سختې او جدي پایلې لرلې

امریکا له خپلو وګړو غوښتي افغانستان ته سفر ونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/20

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې له خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې امنیتي ګواښونو ته په پام سره دغه هېواد ته سفر ونه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې ځینې امریکايي وګړي له کوم دلیل پرته نیول شوي او زندان ته اچول شوي دي.

خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت بیا ډاډ ورکوي چې اوس په ټول هېواد کې امنیت ټینګ او مرکزي نظام حاکم دی او هېڅ بهرني وګړي ته امنیتي ګواښونه متوجې نه دي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وايي،هغه هېوادونه چې د افغانستان په تړاو له غرض ډکې څرګندونې کوي نو د دې پرځای دې د افغانستان واقیعتونه درک کړي.

تکل زیاتوي:« الحمد الله افغانستان اوس یو امن هېواد دی. دلته یو مرکزي حاکمیت رامنځته شوی دی او ملي امنیت تحکیم شوی دی. اوس په افغانستان کې دغسې یوه ډله نشته چې هغه دې بهرنیو وګړو ته ګواښ پیښ کړي او امنیت دې وګواښي. دا چې د ځېنو هېوادونو له لوري دغسې څرګندونې شوي دي د دوی اغراض به نور وي، باید د افغانستان واقیعتونه درک شي.»

د پوهنتون استاد فضل هادي وزیر بیا د افغانستان پر وړاندې د امریکا له لوري دغه ډول څرګندونو ته د تاوتریخوالي سیاست په سترګه ګوري او هېله ښي چې واشنګټن د کابل پر وړاندې له دغه ډول امتحان شویو سیاستونو لاس واخلي او د تفاهم لار غوره کړي.

وزین زیاتوي: « امریکا ته په کار ده چې د افغانستان له ملت سره  د تاوتریخوالي او تشنج سیاست غوره نه کړي او پر ځای یې له تفاهم، همکارۍ او متبادل احترام سره سم ډيپلوماتیک روابط ولري. د افغانستان په مقابل کې جبهه نیول او تاوتریخوالی د تېرو ناکامو پالېسیو او سیاستونو دوام دی چې دا نه امریکا، نه افغانستان او نه سیمې ته ګټه رسوي.»

د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي چې له تیرو څلور لسیزو راهیسې افغانستان کې ناامني او بې ثباتي بهرنیانو جوړه کړې وه او اوس ورته لمن وي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « زما په اند په دا څلورو لسیزو کې چې افغانستان کې څومره بد امني وه، لوی عامل یې بهرني هېوادونه وو او اوس هم د افغانستان بې ثباتۍ ته لمن وهي؛ همدا بهرنیان دی. زما په نظر له امن ډک او با ثباته افغانستان نه یوازې د افغانانو پر ګټه دی، بلکې د سیمې او نړۍ پر ګټه هم دی؛ نو دغسې تبلیغات باید ونه شي، چې خدا مه کړه افغانستان د بې ثباتۍ لور ته یوسې.»

امریکاپه داسې حال کې خپل اتباع افغانستان ته له سفره منع کوي چې د شااوخوا دوه نیمو کلونو راهیسې په زرګونه بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي او په سلګونه نور بهرني وګړي په مرستندویه موسیساتو کې دندې ترسره کوي چې له ېهڅ ډول امنیتي ګواښ سره نه دي مخ او نه هم تراوسه کوم بهرني وګړي ته زیان رسیدلی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist