د اسلامي امارت له واکمنېدو څه باندې دوه نيم کاله تیریږی، خو تر اوسه پورې هېڅ هېواد پر رسمیت نه دی پېژندلی.
که څه هم وخت ناوخت د ملګرو ملتونو په ګډون ځينو هېوادونو په افغانستان کې وسلهوالو فعاليتونو په اړه څرګندونې کړې، خو د بهرنيو چارو سرپرست مولوي امیر خان متقي په هرات کې ويلي، د امريکا او لوېديځو هېوادونو له لوري يې په افغانستان کې د حکومت مخالفو وسلهوالو جهتونو نه ملاتړ په اړه ډاډ ترلاسه کړی دی.
خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، اسلامي ا مارت په خپله په يو شمېر پرېکړو سره پر ځان د رسميت پېژندنې لارې بندې کړي دي.
دوی وايي، اسلامي امارت دې د افغانانو او نړيوالو مشروع غوښتنو ته په منلو سره رسميت پېژندنې ته لاره خلاصه کړي.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« طالبان هم په یوه برخه کې ملامت دي، هغه دا چې د نړیوالو او ولس یو شمېر مشروع غوښتنې یې تر ننه پورې منلي نه دي چې هغه د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو خلاصول او یو شمېر نور مسایل دي، دوی دې دا کار وکړي. زه باوري یم چې نړیوال تعامل ته رامخته کېږي.»
ځيني نور بيا پاکستان د افغانستان سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې پر وړاندې خنډ بولي.
د دوی په خبره، ياد هېواد د افغانستان پر وړاندې دوه مخی سیاست لوبوي او د ناسمو مالوماتو په وړاندې کولو سره دې ته لابي کوي چې د سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې مخنيوی وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه کامران وايي:« په لومړیو کې دوی ژمنې ورسره وکړې چې دوی (سیاسیون) په خوندي بڼه له افغانستانه ووځي، خو اوس بېرته د افغانستان حکومت مخالفینو ته په بېلابېلو هېوادونو کې ورته د ناستو زمېنه برابروي، په ازاده توګه وېزې ورته ورکوي. دا دروغ دي هغو پر خپلو ژمنو باندې عمل نه کوي او نه به یې وکړي. په همدې خاطر دوی (اسلامي امارت) پر رسمیت هم نه پېژني. »
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، اسلامي امارت دې اساسي قانون او نجونو ته د زدهکړو اجازې ورکولو تر څنګ ښځو ته د کار کولو زمینه برابره کړي، څو د نړیوالو هغه پلمې لرې شي، چې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو کې يې خنډ ګرځوي.