د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتېریش په خپل تازه راپور کې اسلامي امارت د خلکوغوښتنو پر نه منلو تورن کړی او ویلي یې دي چې د اسلاميامارت سیاسي مخالفینو له افغانستانه بهر فعالیتونه زیات کړي.
هغه زیاته کړې:« سیاسي اپوزیسیونونه که څه هم په جلا وطنۍ کې وېشلي دي ، خو ډېر فعال پاتې شوي اوپه ملي او نړیوالو مسایلو کې یې طالبان ننګولي دي . د راپور چمتو کولو پرمهال دوی په مسکو دوشنبې او ویانا کې له نومبر وروستیو تر ډیسمبر لومړیو پورې غونډې کړي دي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له هېواد وتلو سیاسي څيرو ته په غبرګون کې وایي، د هېواد د ناامنۍ پرځای دی خپل هېواد ته راستانه شي او په خبره یې نور په افغانستان کې پردۍ اجنډاوې نه شي عملي کېدای.
مجاهد زیاتوي: « په عمومي ډول موږ د افغانستان ټولو وګړو ته بلنه ورکړې چې راشي او دلته په خپل هېواد کې ژوند وکړي. دلته اسلامي نظام حاکم دی او د ابادۍ لپاره هم ښه کارونه روان دي. دوی دې هم راشي او د اسلامي امارت تر سیورې لاندې دې د خپل وطن د ابادۍ لپاره کار وکړي. که څوک د افغانستان بد غواړي، امنیت او ثبات نه غواړي، اختلافاتو ته لمن وهي او هڅه کوي نور هم افغانان وځوروي، لکه په تېره کې یې چې ځورولي دي؛ نو له بده مرغه هغو څېرو لپاره بیا په افغانستان کې ځای نشته دی، هغه د افغانستان دوښمنان دي، د افغانستان د ثبات او پرمختګ دوښمنان دي او تر هغې چې ژوندي وي هملته به پراته وي.»
د سیاسي چارو کارپوهان په تیرو دوو کلونو کې د سرپرست حکومت لخوا یو لړ پرېکړو په تړاو وايي، اسلاميامارت دې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او د نړیوالو وروستۍ پلمې دې له منځه یوسي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دوی ( اسلامي امارت) دې د نجونو ښوونځي پرانیزي، د ښځو حقونو ته دې درناوی ولري نو بیا به د افغانستان د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او دا یوازې د نړیوالو، یا د ملګرو ملتونو او یا د ګوتېریش غوښتنه نه ده، بلکې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده چې د ښځو حقونو ته باید درناوی وشي او په دې برخه کې اسلامي امارت باید کوټلي ګامونه واخلي.»
دا پداسې حال کې ده چې اسلامي امارت حاکمیت سره ګنې سیاسي څيرې له هېواد وتلې او یوازې په تیره یوه مېاشت کې د سرپرست حکومت مخالفینو د اسلامي امارت پر وړاندې درې غونډې جوړې کړې چې موخه یې په افغانستان کې د اسلامي امارت سیاستونو ننګول ول خو اسلامي امارت وروستۍ ناستې بې اغیزې بللي دي.