د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) له لوري خپور شوي راپور کې ویل شوي چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ ز کال لپاره له مرستندويو هېوادونو د ۴۶ مېلیونه ډالرو بسپنې غوښتنه کړې او دغه بودیجه به تر ډېره، سوریې، افغانستان، اوکراین، اېتوپیا او یمن ته ځانګړې شي.
راپور کې ویل شوي چې د يادې غوښتل شوې بسپنې ۳ میلیارد ډالر هغه به له افغانستان سره بشري مرستو لپاره ځانګړي شي.
د راپور یوه برخه:« له دغو مرستو به ۴.۴ میلیارده ډالر سوریې، ۱.۳ میلیارده ډالر اوکراین، ۳ میلیارده ډالر افغانستان ۹.۲ میلیارده ډالر اېتوپیا او ۸.۲ میلیارده ډالر به یمن ته د بېړنیو بشري مرستو په توګه ورکول کېږي، چې له ۲۰۲۳ کال سره په توپیر ۱۰ سلنه کمې دي.»
د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د سرمنشي سلاکار رابرټ پایپر وايي، په افغانستان او میانمار کې وروستي سياسي، اقتصادي او اقلیمي بدلونو له ناوړه اغېزو سره د ملګرو ملتونو مرسته یوه مهمه اړتیا ده.
پایپر زیاته کړې:« په ځانګړي ډول افغانستان او میانمار هېوادونو سره باید څو برابره مرستې وشي؛ ځکه هلته اقتصادي او بشري وضعیت اغیزمن شوی او هم په میانمار کې کورنۍ جګړې د دې هېواد خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړې.»
بل خوا د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان وايي، د اقتصادي پر مختګونو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې هېله بښوونکي دي، خو لا هم نړیوالو بشري مرستو ته جدي اړتیا شته.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « اوس خو په افغانستان کې زیربنايي مسایلو کې هم یو څه کار کېږي، په ځانګړې توګه د کانونو په څېړنه کې، د نفتو ګاز، کرنیزو توکو او سوداګرۍ برخه کې، یعنې عایدات شته، اختلاص تر ډېره برېده نشته، نړیوالې مرستې هم دوام لري او سربېره پر دې ملګرو ملتونو په نړۍ غږ کړی چې باید د پنځو هېوادونو له ډلې افغانستان ته هم په ۲۰۲۴ کال د درېیو میلیاردو شاوخوا ډالر ورکړي، چې دا ډېرې ښې پیسې دي.»
سرپرست حکومت تل ټینګار کړی، چې نړیوال دې له افغانستان سره بشرې مرستې نه سپموي او په دې برخه کې دې خپلې مرستې دوامداره وساتي.