Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما د افغانستان سرپرست حکومت د عمومي عفوې پر نقض تورن کړی

یوناما: اسلامي امارت دې بشري حقونو خوندیتوب ته ژمن پاتې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/11

د ډیسمبر ۱۰ مه د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په خپره کړې خبرپاڼه  کې ټينګار کړی چې سرپرست حکومت دې نجونو ته د زده‌کړو او مېرمنو ته د کار اجازې په ورکولو سره د بشري حقونو په برخه کې خپل مکلفيت ادا کړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې  اسلامي امارت دې د یوه باثباته، سوله‌يیز او هوسا افغانستان لپاره د بشري حقونو د تحقق په برخه کې بنسټیزې ژمنې پوره کړي.

د یوناما مشره روزوا اوتونبایوا وايي:« واکمن چارواکي باید د هغه هېواد ارزښت له پامه ونه غورځوي، چې د بشري حقونو د سازمان غړی او  په دې برخه کې اوږده تاریخي مخینه لري او هم د نجونو او مېرمنو حقوقو ته پاملرنه وکړي، څه چې د دې هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره مهمه اړتیا ده.»

د یوناما خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره بشري حقونه په تدریجي او سیستماتیکه بڼه له منځه تللي دي.

اخوا د افغانستان بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی وايي، اسلامي امارت دې د بشري حقونو خبرپاڼه ۷۵ کلیزې سره سم د څلورو ښځينه فعالانو په ګډون د بشري حقونو ټول مدافعان له بند ازاد کړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی  رېچارډ بېنېټ وايي:« زه د بشري حقونو ټولو هغو مدافعینو ته درناوي لرم چې د عدالت ، برابرۍ او درناوي لپاره په مبارزه کې یې هڅې کړي اوهر څوک چې په دې برخه کې مبارزه کوي، باید توقیف نه شي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد  بیا ټول بشري حقونه خوندي بولي او ډاډ ورکوي، چې حکومت هغو بشري حقونو تامين ته ژمن دی چې د افغاني ټولنې ارزښتونه يې اېجابوي.

مجاهد زیاتوي:« د بشر حقونو موضوع که له دې تعریف راواخلو چې ژوند د انسان مهم حق دی، په دویمه درجه کې عزت د انسان مهم حق دی، درېیمه درجه کې د انسان مال ساتنه مهم حق ده، په دغو ټولو برخو کې موږ لوی پرمختګ  کړی.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، زده کړې او کار د بشري حقونو بنسټیز حق او د یوه هېواد راتلونکې هوساینه او پرمختګ دی.

 د دوی په خبره، سرپرست حکومت دې د نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار وضع شوي بندیزونه پای ته ورسوي.

د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي:« نو ښه به دا وي چې اسلامي امارت د بشر حقونو په تړاو د نجونو زده کړو او کار ته زمینه برابره کړي.»

له دې وړاندې هم څو ځلې ملګرو ملتونو له سرپرست حکومته غوښتي ول چې نړیوالو بشري حقونو ته پاملرنه وکړي او هغه فعالان له زندانه  خوشې کړي چې په دې برخه کې یې هڅې کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist