Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران یوځل بیا افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

ایران یوځل بیا افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/11

د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان یو ځل بیا په افغانستان کې د داسې حکومت د جوړښت غوښتنه کړې، چې په وینا یې باید د افغانستان ټول قومونه په کې برخه ولري.

عبدالهیان ویلي، د افغانستان امنیت او دایمي ثبات لپاره مهمه ده چې دغلته ټولګډونه حکومت جوړ شي.

نوموړي دا هم ویلي، چې طالبان د افغانستان یو واقیعت دی او د افغانستان اوسني حکومت د داعش ډلې پر وړاندې جدي مبارزه کړې.

هغه زیاته کړې:« طالبان د افغانستان واقعي برخه ده او د داعش ډلې پر وړاندې یې جدي مبارزه کړې ده. خو د افغانستان د امنیت او دایمي ثبات لپاره ټولګډونه حکومت جوړېدل اړین دي. داسې حکومت، چې ټول قومونه په کې ګډون ولري.»

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د ایران اوسنی حکومت ټولګډونه نه دی د قومونو ترڅنګ د اهل سنت مذهب پیروان یې په حکومت کې هېڅ ځای نه لري.

دوی وايي، ایران دې لومړی خپل حکومت ټولګډونه کړي بیا دې د افغانستان دحکومت څرنګوالي په تړاو نسخې وړاندې کړي.

د دوی په خبره، ایران هڅه کوي  د ټولګډونه حکومت په نوم هغه څيرې د افغانستان نظام ته داخلې کړي چې د تهران ګټو ته ژمنې دي.

د سیاسي چارو شنونکی موسی سعادت وايي:« په داسې حال کې چې موږ شاهدان یو، په تهران کې سنیانو یو جومات نه شته ده، دوی ( ایران) موږ ته د ټولګډونه حکومت فرمایش راکوي. ایران ته ستونزه څه ده؟ دلته اسلامي نظام حاکم دی او ټولو ولایتونو یو ډول خدمات وړاندې کېږي. فکر کوم ایران دلته خپل کسان نه ويني چی دوی ته یې کار کاوه.»

ځینې نور بیا په دې باور دي چې د حکومت جوړښت او څرنګوالی د افغانانو داخلي موضوع ده او په دې تړاو د تهران دغه ډول څرګندونې او ټينګار د کابل په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.

دد پوهنتون استاد فضل هادي وزیر  وايي:« البته دا یوه داخلي پروسه ده او دا د افغانستان ملت کورنۍ مسله ده. زموږ ګاونډي هېواد ته په کار ده، داسې څرګندونې ونه کړي چې هغه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بلل کېږي.»

اسلامي امارت بیا تل په دې ټینګار کړی چې حکومت یې ټولګډونه دی، په کابینه کې یې د ټولو ولایتونو او قومونو استازي حضور لري او همدا راز د تیر جمهوریت ۵۰۰ زره  مامورین چې د ټولو قومونه دي لاهم په  نظام کې دندې لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist