Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: تېرو دوو کلونو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ څه باندې ۷۰۰ لویې او کوچنۍ شخړې حل شوي

فطرت: تېرو دوو کلونو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ څه باندې ۷۰۰ لویې او کوچنۍ شخړې حل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/10

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند حمدالله فطرت  له شمشاد سره په یوې مرکه کې ویلي، په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ څه باندې ۷۰۰ لویې او کوچنۍ شخړې حل شوې دي.

د فطرت په خبره، د ځينو کورنیو پر ځمکې او بېلابېلو نورو مسایلو شخړې چې له امله یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د دودیزو، ملي او افغاني جرګو مرکو له لارې او د اسلامي اصولو په رڼا کې حل او په دوستۍ بدلې شوې دي.

فطرت زیاتوي: « د شخړو په برخه کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو تر دې مهاله څه کم اووه سوه شخړې حل شوې دي او د پخوانیو ارقامو له مخې په دې کې ۶۷۰ کسان وژل شوي او مالي او ځاني تلفات یې درلودل. په دې کې د نورستان د دوو قومونو ترمنځ تر ټولو لویه شخړه وه چې نږدې ۹۱ کاله وروسته حل شوه. دغه راز د هېواد په نورو ولایتونو، لکه خوست، پکتیا کاپیسا، کندهار، ننګرهار، پروان او نورو ډېری ولایتونو کې موږ شخړې حل کړې دي. د روان کال په دې ربع کې نږدې ۹۷ شخړې حل شوې دي او لا هم په نورو شخړو کار روان دی.»

فطرت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ یې د یوه کمېسیون په چوکاټ کې، له ایران، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او چین سره د سرحدونو د ټاکلو او د سرحدي نښو  نویو کولو په برخه کې ۱۲ سلنه چارې  بشپړې شوې دي.

هغه زیاته کړه: « موږ د سرحدونو په برخه کې له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو سره هم مشترکې کمېټې لرو، چې په دې هم کار روان دی. په ځېنو برخو کې لکه څنګه چې ما یادونه وکړه له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره سرحدي ناستې شوې دي او لا هم روانې دي، دا یوه اوږده پروسه ده، وخت به نیسي او تر دې دمه تر ۱۰ یا ۱۲سلنه چارې پرمخ تللي دي.»

په ورته وخت کې فطرت وايي، اسلامي امارت ته افغان خاوره د مور حثیت لري او له یوې لوېشتې خاورې به هم چاته تېر نه شي.

هغه زیاته کړه: « تاسې په اورېدلې وي چې هېوادوالو ته ډاډ ورکول شوی چې د هېواد پولې، او ځمکنۍ بشپړتیا اسلامي امارت ته سره کرښه ده او چاته به یوه لوېشت ځمکه هم پرې نه ږدي. خاوره مور ده او د مور حیثیت لري، په هېڅ صورت او په هېڅ قیمت به تر خپلې خاورې تېر نه شو. د هېواد په ټول قومونو؛ که هغه ازبک دي، که تاجک، هزاره او یا ترکمن دي ټول د هېواد ښکلا ده او د دې وزارت یوه مهمه برخه تشکیلوي. دغه راز د سرحدونو موضوع که موږ تاریخ ته وګورو، پخوا هم د افغانستان سرحدونه، قومونو او قبایلو ساتلي دي.»

د فطرت وینا، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د هېواد شمالي ولایتونو او نورو ټولو برخو ته د سفر پر مهال د خلکو ستونزې اورېدلي او د حل په موخه یې ډاډ ورکړل شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist