Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د اسلامي امارت پر دوو چارواکو بندیزونه ولګول

امریکا د اسلامي امارت پر دوو چارواکو بندیزونه ولګول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/10

امریکا د بشرحقونو د ورځې او بشري حقونو نړیوالې اعلامیې ۷۵ یمې کلیزې په مناست د اسلامي امارت پر دوو لوړ پوړو چارواکو فریدالدین محمود او خالد حنفي بندیزونه ولګول.

د امریکا مالیې وزارت  وايي، د علومو اکاډمۍ پر مشر  فریدالدین محمود یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړو د ځند له پریکړې د ملاتړ له امله او همدا راز  د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت پر سرپرست شیخ خالد حنفي له بشرحقو د سرغړونې په تور بندیزونه لګولي .

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا  د امریکا دا بندیزونه ناکامه تجربه ګڼي چې په باور یې د فشارونو وضع کول ستونزې نه شي حل کولی او واشنګټن باید له تکراري تجربو ډډه وکړي.

مجاهد وايي، له اسرائیلو د ملاتړ له امله امریکا خپله د بشرحقونو  ستره ناقضه ده او په داسې حالت کې پر نورو د بشرحقونودنقض تور پورې کول غیر منطقي دي.

مجاهد زیاتوي: « د امریکا د خزانې وزارت له لوري د اسلامي امارت پر دوو مسولینو شیخ فریدالدین محمود او شیخ محمد خالد حنفي باندې د بندېزونو اقدام غندوو. فشارونه او بندېزونه لګول د ستونزې حل نه ده، سره له دې چې امریکا د دغسې ناکامو اقداماتو سابقه لري؛ نو نور یې باید ناکامه تجربې نه تکرارولی. امریکا خپله له اسرائیلو د ملاتړ په دلیل د بشر د حقونو په سترو ناقضونو کې شمېرل کېږي، په نورو د بشر حقونو د نقض تور پورې کول او بیا پرې بندېزونه لګول نه موجه دي او نه منطقي.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا د امریکا له لوري دغه ډول اقدامات سیاسي فشارونه یادوي او غوښتنه یې داده چې افغان حکومت باید نور نړیوالو ته د فشارونو وضع کول موقع ورنه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « موږ تل چغې وهلي دي، هېله او غوښتنه مو کړې، چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړئ. دا چې امریکا یا نړیوال سیاسي فشارونه واردوي په دې کې یو څه اسلامي امارت ملامت دی، چې ولې دوی ته د فشارونو زمینه برابروي. دوی ( اسلامي امارت) باید د ملت او نړیوالو مشروع غوښتنې ومني، ترڅو نړیوالو ته کومه پلمه جوړه نه شي چې پرې سیاسي فشارونه وارد کړي.»

  ځینې نور بیا وايي، له دې پرته نړۍ بله لاره په واک کې نه لري او که وي هم هغه به نظام وي چې دا هم په تیرو ۲۰ کلونو کې  تجربه شوې او نړۍ ماته خوړلې.

دوی وايي، ښه به دا وي چې امریکا له اسلامي امارت سره د تفاهم لاره غوره کړي او خبرو ته سره کیني.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « له دې حربې نه پرته بیا نړۍ اړه ده چې نظامي بندېزونو یا بريدونو ته مخه کړي او نظامي بریدونو کې موږ په تېرو ۲۰ کلونو کې ولیدل چې د افغانستان شخړه حل نه شوه. نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا او غرب؛ له ګڼو ماتو او ستونزو سره مخ شول. ښه به دا وي چې نړیوال د اسلامي امارت له چارواکو سره یوه تفاهم ته ورسېږي او تعامل ته لار هواره کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې وار دمخه د اسلامي امارت یو شمیر چارواکي  د امریکا او ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو په لیست کې شامل دي.

کتونکي په دې باور دي که افغان لوری د نړیوالو ټولې پلمې ورختمې کړي، نو بیا به د فشارونو واردولو لپاره هېڅ ډول موقع ونه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist