Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د نجونو زده کړو حق په بنسټیز ډول تر پښو لاندې کېږي

بشري حقونو څار سازمان د افغانو نجونو زده‌کړو په اړه اندېښه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/07

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، په داسې حال کې چې د سرپرست حکومت له خوا له شپږم ټولګی پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز په نړیواله کچه غندل شوی، خو پر دې سربېره د هلکانو زده‌کړو ته هم د حکومت پاملرنه کمه شوې.

دغه راپور په ۸ ولايتونو کې له زده‌کوونکو او د هغوی له کورنیو سره د خبرو په لړ کې چمتو شوی او په کې زیاته شوې، چې د سرپرست حکومت پر بندیزونو ولاړ دریځ به د بشري حقونو راتلونکي ته نه هېرېدونکې ناوړه پایلې ولري.

د راپور یوه برخه:« په ټولییز ډول د بشري حقونو له پام غورځول به د دې هېواد راتلونکی ډېر زیانمن کړي. ښکیل حکومتونه او ملګري ملتونه باید پر طالبانو فشار راوړي، څو له شپږم ټولکي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز او په ښوونځیو کې د هلکانو د زده‌کړو پر وړا ندې کېدونکی چلن پای ته ورسوي.»

ورته مهال د سولې د نوبل جايزې ګټونکې ملالی یوسفزۍ د نېلسن منډېلا د مړینې لسمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ويلي، په افغانستان کې واکمنو چارواکو نجونې د دیني مسایلو له مخې پر ښوونځيو سربېره له هر ډول ټولنیز فعالیت منع کړي.

یوسفزۍ زیاتوي:« که تاسو په افغانستان کې ياست او نجلۍ ياست، تاسو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتون ته نه شئ تللی. کار نه شئ کولی، پارک ته نه شئ تللی. که څوک سرغړونه کوي، واکمن چارواکي ورته سزا ټاکي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د هېواد بشري او اقتصادي بحرانونو ته سرپرست حکومت باید یوه داسې هر اړخیزه حل لار پیدا کړي چې هم افغانانو ته د منلو وي او هم له نړۍ سره سیاسي او اقتصادي تعامل اسان کړي.

 د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي: « د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې سیاسي تعامل نه جوړېږي، ځکه د دوی دغه فرمانونه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو او له نورو هغو قوانینو سره چې هغوی یې لري په ټکر کې دي. زموږ هېواد هم جګړو ډېر وران کړی او بیارغونې ته اړتیا لري، موږ د خپلو خوېندو کار او زیار ته په هره برخه کې اړتیا وینو؛ نو ښه به دا وي چې اسلامي امارت په خپلو دغو فرمانونو له سره کتنه وکړي.»

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « د نجونو ښوونځي تړل او یا تر شپږم ټولنې پورته یې ښوونځي ته نه پرېښودل سمه نه ده او د ښوونځيو پرانېستل یوازې د نړیوالو هېله او غوښتنه نه ده، بلکې دا د افغان ملت اړتیا او غوښتنه ده، دا طالبانو ته یوه ننګونه هم ده او د اسلامي امارت رسالت او دنده هم ده چې باید  د ښوونځيو پرانېستلو ته لاره هواره کړي او د بشر حق چې نقض شوی دی دا باید نجونو ته ورکړي.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سرپرست حکومت د چارواکو نظر هم واخلو، خو اړيکو ته يې ځواب ور نه کړ.

له دې وړاندې يې تل د بشري سازمانونو دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي دي، چې حکومت د نجونو او هلکانو د ښوونې او روزنې بهیر ته لا ډېر پام کړی او ورته د بودیجې په ځانګړې کولو سره د دوی تعلیمي نصاب اصلاح ته په یو منسجم میکانېزم کې په دقت سره کار روان دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist