د کابل ژمی له ډېرو هغو ولایتونو خورا سخت وي، چې هوا په کې نسبتاً ګرمه وي، ډېری بې وزلو کورنیو سره د سږني ژمي تېرېدو لپاره اندېښنې ملګرې دي.
محمد نبي یو له هغو کسانو دی چې له کوچني کاروباره د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، وايي، اېله همدومره وکړي چې خپل ځان او کورنۍ مړه وساتي.
هغه زیاتوي : « اړتیا خو هر څه ته زیاته وي خو زموږ چې څومره وسه وي هغه کوو او چې نه وي نو کرار ناست یو، څه وکړو هره اړتیا خو په کراچیوانۍ نه پوره کېږي.»
محمد نبي وايي، دولت او خصوصي ادارې په ګڼو برخو کې له خلکو سره مرسته کوي، خو په خبره يې دوی ته تر اوسه هیچا مرسته نه ده ورکړې.
د نوموړي په خبره، په کور دننه بې وزله او راستونو شویو افغانانو سره باید د ژمنیو مرستو لړۍ چټکه شي.
محمد نبي زیاتوي:« اوس مهال چې له پاکستانه کوم کډوال راغلي، له هغوی سره دې مرسته وشي، له غریب سره دې مرسته وشي، مالداره خلکه په ژمي کې باید پر غریبانو رحم وکړي او حکومت دې هم ورسره مرستې وکړي.»
یو شمېر نور کابل ښاریان بیا وايي، د ژمي لپاره د لرګیو، نورو سون توکو، پوشاک او خوراکي موادو ته اړتیا لري، خو نه یې موندلي او نه ورسره د رانيولو راوړلو کومه لاره شته.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « بس اخته یو خپله وسه کوو؛ خو اړتیا نه پوره کېږي. خوراکي توکو ته اړتیا لرو، لرګي مې هم تراوسه نه دي اخېستي.»
ډېری یې غوښتنه لري، که مرسته ورسره ونه شي، سړې خونې به یې ماشومان ناروغه او ستونزې به يې لا ډېرې شي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « په کرايي کور کې اوسېږم، لرګي مې نه دي اخېستي، کارونه نشته، ټول خلک بې کاره دي نه یوازې زه. ټولو ته باید د کار زمینه برابره شي.»
تېر دوه کاله په کور دننه حکومتي ادرسونو او خصوصي خیریه ادارو د ژمنیو مرستو په نوم پروګرامونه لرل، خو باور دا دی چې هرات کې وروستیو زلزلو او له پاکستانه پر زور راستنو کړای شویو ستونزو ته د رسېدنې له امله دا لړۍ درول شوې.
غوښتنه دا ده چې نړیوال مرستندویه موسسې په دې برخه کې له عامو افغانانو سره مرستې زیاتې کړي.