Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

اسټرالیا خپلو وګړو ته؛ افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/06

په داسې حال کې چې له تېرو دوه نيمو کلونو راهيسې اسلامي امارت واک ته رسېدلی او په افغانستان کې بشپړ امنيت تامين شوی، خو وخت ناوخت د سیمې او نړۍ يو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د احتمالي ترهګريزو بريدونو په اړه اندېښنې مطرح کوي.

تازه د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خپلو  وګړو ته لارښوونه کړې چې افغانستان ته د احتمالي ترهګريزو بريدونو له امله له سفر کولو ډډه وکړي.

یاد وزارت د خپلو مالوماتو پر اساس ادعا کړې، چې لا هم د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کېدو دوامداره او لوی ګواښونه پر خپل ځای دی.

یاد وزارت زیاته کړې:« د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کېدو دوامداره او لوی ګواښ لا هم پر ځای دی. استرالیایي وګړي په افغانستان کې د تښتونې او توقیف له جدي ګواښ سره  هم مخامخ دي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « اسټرالیا په دې خبرو سره یوازې او یوازې دا غواړي، چې خپل ټول هغه جنایتونه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې په افغانستان کې ترسره کړي هغه پټ کړي.»

 د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي: « اوس په افغانستان او په ځانګړې ډول په کابل ښار کې تر بل هر وخت زیات امنیت دی، نه د قدرت هغه جزیرې شته، نه ټوپک سالاران شته، نه غلاوې او نه تښتونې شته او نه هم په هغه کچه ترهګریز بریدونه شته دي.»

د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت نه دي ویلي، چې د ګواښونو دغه راپورونه یې څنګه ترلاسه کړي، خو خپلو وګړو ته یې سپارښتنه کړې، چې افغانستان ته سفر ونه کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د اسټرالیا دې ادعا ته په غبرګون کې وایي، د افغانستان خاوره د بل هر وخت پرتله امن او هېچاته ترې ګواښ نه شته دی.

مجاهد زیاتوي: « موږ دا ادعاې ردوو، اسټرالیا او نور هېوادونه باید وېره ونه لري. بهرني اتباع چې افغانستان ته راځي او ویزه او پاسپورټ ولري هېڅ ستونزه نشته او د ټولو بهرنیانو لپاره د تګ راتګ، سوداګرۍ او راشې درشې ښه زمینه برابره ده، هېڅ ستونزه نشته ده. په دې اړه چې کومې اندېښنې ښودل کېږي واقعیت نه لري، ښه امنیت او ثبات ټينګ دی.»

د پوځي چارو کارپوهان وایي، اوس مهال په افغانستان کې تر بل هر وخت امنیت تامین شوی او که کوم هېوادونه اندېښنه لري، نو باید شواهد د افغانستان له سرپرست حکومت سره شریک کړي.

د دوی په خبره چې  اسټراليا دغه مالومات د پاکستان په وسيله ترلاسه کړي او پاکستان له دې لارې له نړۍ د فنډ راټولولو په هڅه کې دی.

د پوځي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي:« تاسې ته غوره مالومه ده چې دغه اطلاعات دوی د پاکستان له استخباراتي کړیو له ادرسه یا د اداراتو له ادرسه ترلاسه کوي او پاکستان تل دا دوه مخې لوبې پرمخ وړي.»

په ورته مهال د بریټانیا انډیپنډ‌ینټ ورځپاڼې یو راپور ورکړی چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې  د ګرځندوی تر ټولو مشهور هېواد بلل کېږي.

یادې  ورځپاڼې د یوه ګرځندوی شرکت لوپاین ټراول په حواله ویلي، افغانستان د سیاحت او سفر لپاره خوندي ځای دی او د دغه شرکت د نوملړ په سر کې ځای لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist