Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د ترهګریزو ګواښونو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي

مجاهد: پخوانیو چارواکو ته حکومت کې ونډه نه ورکول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/05

له روسیې او تاجکستان وروسته دا ځل د سرپرست حکومت مخالفین غواړي چې د اتريش په پلازمېنه ويانا کې سره جرګه او د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه له بېلابېلو اړخونو بحث وکړي.

که څه هم د يادې ناستې اصلي موخه له اوسني وضعيته د افغانستان د اېستلو لارې نقشې جوړول بلل شوي، خو سرپرست بيا دا ناسته بې ارزښته بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د حکومت مخالف جهتونه دې د تخريب پر ځای د افغانستان په ابادۍ کې برخه واخلي، خو په خبره یې دا برخه اخېستنه، په حکومتي چوکاټ کې دوی ته د ونډې ورکولو په مانا نه ده.

مجاهد زیاتوي:« ډېره ښکاره خبره ده، هغو کسانو چې دلته یې جفاوې کړي،د اشغال پلوي یې کړې، د افغانانو مال یې غصب کړی، پر لوړه سطحه یې بستونو کې لاس درلود، فساد کې یې لاس درلود، بدو اعمالو کې چې تېرو ۲۰ یا ۳۰ کاله موږ ورسره مخامخ وه په ټولو  کې دوی لاس درلود او لویه ونډه یې په کې لرله او یوه برخه د ستونزو ول، افغانان هغوی بیا نه غواړي. دوی ټول باید زړه صبر کړي. البته  افغانان دا کولی شي چې دوی ته خپل هېواد کې د ژوند کولو مجال ورکړي.»

مجاهد د عمومي بښنې په اړه د حکومت مشرتابه فرمان ته په اشارې یو ځل بیا د مخکېني حکومت له سیاسي څېرو غواړي،چې هېواد ته راستانه شي او حکومت يې د سر او مال د خونديتوب ډاډ ورکوي.

د سیاسي چارو کارپوهان له بيا له حکومته غواړي چې له خپلو مخالفینو سره شته ستونزې د خبرو له لارې حل او فصل کړي، څو په خبره يې افغانستان بیا د یوې بلې کورنۍ جګړې قرباني نه شي.

د پوځي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي:« یو شمېر سیاسي او نظامي کړۍ چې اوس د هغوی پانګې په افغانستان کې پاتې دي، هغوی هم غواړي چې یو ځل بیا له همدې ادرسونو استفاده وکړي.»

له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معين شېر محمد عباس ستانکزي په بهر کې د اسلامي امارت د مخالفینو له لوري په ترسره شویو غونډو کلکې نیوکې وکړې.

 نوموړي زياته کړې، چې دغه ډول غونډې د حکومت د کمزوري کولو په موخه ترسره شوي؛ ځکه په خبره يې د اوسني حکومت استحکام د مخالفانو پر ګټه نه، بلکې پر زيان يې دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist