د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې په یوه راپور کې ویلي، د روان کال د اکټوبر د اوومې له زلزلې را وروسته په بشپړه توګه په هرات کې زلزله ځپلو ته رسېدنه نه ده شوې.
په راپور کې ويل شوي، تر راتلونکو شپږو میاشتو زلزله ځپلو کسانو ته د ژوند ژغورنې خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۱۲.۷ میلیونه ډالرو بسپنې ته اړتیا ده، چې د يادې بسپنې د تمویل اوسنۍ تشه ۷.۵ میلیونه امریکایي ډالر ده.
د راپور یوه برخه:« تر راتلونکو شپږو میاشتو د ژوند ژغورنې خدمتونو لپاره ۱۲.۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، چې د تمویل اوسنۍ تشه ۷.۵ میلیونه امریکایي ډالره ده.»
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې په هرات کې د زلزلې له امله د زيانمنو، مړو، ټپيانو او ویجاړیو شمېرې خپرې کړې دي.
دغه راز راپور کې ویل شوي چې په ۳۸۲ کلیو کې شااوخوا ۲۷۵ زره خلک په مستقیم ډول اغېزمن شوي چې ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.
د راپور یوه برخه:« ۱۴۸۲ کسان مړه شوي، ۲۱۰۰ کسان ټپيان شوي، ۱۰۰۰۲ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۴۰ روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي او شااوخوا ۲۷۵ زره کسان په مستقیم ډول اغیزمن شوي چې ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.»
د هرات ځايي چارواکو له دې وړاندې ويلي ول چې په دې ولايت کې يې زلزله ځپلو کورنيو ته کافي مرستې رسولي او د ځينو خيريه بنسټونو په ملاتړ يې ځينو سيمو کې زيانمنو شویو کورنيو ته د کورونو جوړولو لړۍ هم پيل کړې ده.