ټاکل شوې ده د کډوالو په چارو کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مرستیالې جولیتا والس نویس پر مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، په دې څلور ورځني رسمي سفر کې چې د نن پیل کېږي د نورو ګڼو مسائلو ترڅنګ به، د راستنېدونکو افغان کډوالو سربېره د هغو افغانانو د برخلیک پر سر خبرې وشي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په دې هېواد کې امریکا ته د تلو په تمه دي.
یاد وزارت زیاتوي:« د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله به په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د هغو افغان کډوالو د خوندیتابه، د امنیت په تړاو خبرې وکړي چې امریکا ته د تګ لپاره په دې هېواد کې په لنډمهالي ډول مېشت دي.»
د پاکستان اېکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، له دې سفر وروسته به د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ او له دې دوه ورځې وروسته به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مرستیالې جولیتا والس نویس، مرستیاله الیزابت هورسټ د ډسمبر پر نهمه نېټه دې هېواد ته سفر وکړي.
یادې ورځپاڼې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، د ټوماس وېسټ په دې سفر کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اړونده امنیتي مسایلو خبرې اترې وشي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده زهرا بلوچ وايي:« پاکستان او امریکا د اړوند ګڼو موضوعاتو په تړاو خپلو سلامشورو ته دوام ورکوي. د سلا مشورو ترڅنګ به ګڼې لېدنې هم ترسره شي. د دې لېدنو په لړ کې به پر ګڼو موضوعاتو خبرې وشي چې د افغانستان موضوع هم د بحث اجنډا جوړوي.»
د سیاسي چارو شنونکي پاکستان ته د امریکايي چارواکو سفر او هلته د افغان کډوالو او اړونده مسائلو پر سر خبرې، له دې کبله مهمې ګڼي چې ښایي ورسره پاکستاني چارواکي له دې هېواده د افغان کډوالو د اېستلو پر پرېکړه له سره کتنې ته اړ کړي.
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي:« پاکستان ته د امریکايي ډيپلوماټانو سفر چې هغه به هم د کډوالو پر مسلې راڅرخي، زه فکر کوم چې دا یو مثبت ګام دی، په تېره بیا د هغو کډوالو لپاره چې امریکا ته د راتګ نیت لري او په پاکستان کې بند پاتې دي.»
پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یادو چارواکو سفر او د افغان کډوالو د برخلیک پر سر خبرې داسې مهال دي، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته شااوخوا ۲۵زره افغانان چې په کې خبریالان، د مدني ټولنو غړي او عام افغانان دي امریکا ته د تلو لپاره شېبې شمېري.