Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان پوځ : بنو کې وروستی برید د افغان تبعه له لوري ترسره شوی

د پاکستان پوځ : بنو کې وروستی برید د افغان تبعه له لوري ترسره شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/29

په پاکستان کې له هر برید وروسته او ورسره سم په دې بریدونو کې د ښکېلتیا په تور پرافغانانو د پړې اچولو د تورونو پر دوام، تازه د دې هېواد پوځ ادعا کړې چې د خيبر پښتونخوا په بنو کې د وړمې ورځې ځانمرګی برید د افغانستان تبعه له لوري ترسره شوی.

د پوځ په خبرپاڼه کې د پوځيانو پر کاروان د نومبر د۲۶مې برید له امله چې په کې د اوو ملکیانو پر ټپي کېدو سربېره شاوخوا ۱۰ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د تحريک طالبان پاکستان اړوند حافظ ګل بهادر ډله پړه بلل شوې او ويل شوي، چې د يادې ډلې اړند يوه افغان تبعه دغه بريد ترسره کړی.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د روانې نومبر میاشتې په ۲۶مه د حاظ ګل بهادر د ډلې یو ځانمرګي بریدګر، چې وروسته افغان تبعه پېژندل شوی، د موټرسایکل په وسیله د بنو ولسوالۍ په بکه‌خېلو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان ځانمرګی برید کړی، چې په کې دوه سرتېري وژل شوي او د اووه ملکیانو په ګډون درې پوځیان ټپیان شوي.»

که څه هم د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو په کراتو د پاکستان ورته دعاوې رد کړي، خو له دې څرګندونو او بېځایه ادعاوو  د پاکستان موخه څه کېدای شي؟

د سیاسي چارو شنونکي له دې ادعاوو د افغانستان حکومت پر وړاندې د نړيوالې ټولنې بې باوره کول او یو ځل بیا د نړۍ په سترګو کې ځان د ترهګرۍ د قرباني په توګه پېژندل دي، چې وکولی شي په دې پلمه مرستې ترلاسه او خپل ناوړه اقتصادي وضعیت پرې ورغوي.

 د سیاسي چارو شنونکی نازکمیر زیارمل  وايي: « پاکستان په خپلو دغو کارونو سره غواړي نړۍ ته وښي چې د ترهګرۍ تر شا اوس هم د افغانستان اسلامي امارت لاس دی او په دې توګه د اسلامی امارت تصویر په بل ډول نړۍ ته وړاندې کړي او هېڅکله هم اسلامي امارت د نړۍ د باور وړ ونه ګرځي.»

ځینې نور بیا وايي، پاکستان په تېرو څو لسیزو کې ترهګرو ته د پناه ورکولو او روزنې له لارې خپلو سیاسي او اقتصادي موخو ته د رسېدلو هڅه کړې اوس چې نړۍ د یاد هېواد پر دې استخباراتي لوبه پوه او مرستې یې ورسره محدودې کړې، غواړي د ترهګرۍ د روزنې پړه د افغانستان پر سرسپرست حکومت واچوي.

 د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « دوی غواړي له نړۍ په دې نامه چې ترهګري ورځ تر بلې په پراخېدو ده، د نړۍ له زبرځواکو څخه پیسې واخلي، دغه جګړه جاري وساتي او د ډیورنډ فرضي کرښې په دواړو خواوو کې طالبان سره لاس او ګرېوان شي، پښتانه له دې سیمې ګډه کړي او دغه ځای کې خپل نظامي تاسیسات او د امن ښارګوټي ځانته جوړ کړي.»

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان په دې هېواد کې د وروستیو ناامنیو او وسله والو بریدونو د پړې ګوته افغان لوري ته نیسي بلکې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د یاد هېواد پوځي او استخباراتي چارواکو تل هڅه کړې چې په پاکستان کې هره امنیتي پېښه افغان حکومت ته منسوب کړي هغه څه چې افغان لوري تل رد کړې او بې ځایه ادعاوې یې بللي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist