Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات امنيتي ډيالوګ ناسته کې د جګړې پر پلوۍ ورکړل شوي نظرونه غندل شوي

د هرات امنيتي ډيالوګ ناسته کې د جګړې پر پلوۍ ورکړل شوي نظرونه غندل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/29

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د هرات امنيتي ډيالوګ ناسته د افغانستان ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز له لوري جوړه شوې.

د ناستې په لومړۍ ورځ که څه هم ډېرو ګډوالو د افغانستان اوسني وضعيت سمولو لپاره مذاکرات معقوله حل لار بللې، خو ځينو نورو بيا د افغانستان راتلونکي لپاره د جګړې بحث د غوراوي په توګه مطرح کړیی.

خو د سیاسي چارو شنونکي د جګړې په اړه د ناستې ځېنو ګډوالو مثبت دريځ د افغانستان له وضعيت سره نامسووله چلن ګني او زياتوي، دا ډله کسان د هغې اجنډا پر بنياد دريځ نيونه کوي چې پايله يې د افغانستان بربادي ده.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« جنګي او بشري جنایتکارو څېرو ۴۵ کاله د نړیوالو په ملاتړ او د ګاونډیو پر ملاتړ په ځانګړي ډول پاکستان زموږ د ولس او هېواد پر وړاندې یې بشري جنایتونه ترسره کړل، نور دوی ته دا ډګر تړل شوی دی. اوس د هېڅ زبرځواک هېواد زور پر افغانستان نه رسېږي، یوازې سیاسي او اقتصادي فشارونه به پر افغانستان باندې راوړي.»

ناستې ته د پاکستان پارلمان غړي او د پښتونخوا ځیني ملت‌پاله سیاسيون هم وربلل شوي او په افغانستان کې يې د روان وضعيت په تړاو خپل ليدلوري څرګند کړي.

کارپوهان د يادو ځېنو کسان ليدلوري چې په افغانستان کې پر جګړې متمرکز دي ردوي او وايي،  د بلې جګړې هېڅ مجال نه شته دی.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي:« ایا دا چې د طالبانو پر وړاندې وسله واله جګړه اړینه ده؟ زه فکر کوم چې دا یوه تېروتنه ده، افغانان جنګ نور نه غواړی. افغانان دا غواړي چې له سیاسي لارې، د نړیوالې ټولنې او خپله  افغانان په ګډه پر طالبانو فشار راوړي څو طالبانو سیاسي اصلاحات ومني.»  

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بيا د هرات امنیتي کنفرانس په تړاو وايي، د اهمیت او ارزښت نه لرلو له امله يې په اړه دريځ نيونه نه کوي.

د هرات امنيتي ډيالوګ په لومړۍ ورځ د يادې ناستې ډېرو ګډونوالو له اوسني وضعيت د افغانستان اېستنې لپاره پر مذاکراتو، د ټول ‌شموله حکومت پر جوړولو، د بشري حقونو په تحقق او ګڼو نورو مسايلو ټينګار کړی دی.

په ياده ناسته کې دغه راز له نړيوالو غوښتل شوي چې د افغانستان بشري وضعيت مهارولو لپاره دې له افغانانو سره خپلې مرستې جاري او لا زياتې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist