Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې افغان کډوال: بشري ناورین ته ورته حالت سره مخ یو

ډان ورځپاڼه : پاکستان د غیرقانوني افغان کډوالو ډله کې د پښتونخوا يو شمېر اوسېدونکي هم شړلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/27

ډان ورځپاڼې په پېښور کې د افغانستان کونسلګيرۍ د يوې سرچينې له قوله راپور ورکړی، چې پاکستاني ځواکونو د غیرقانوني افغان کډوالو اېستلو په لړ کې يو شمېر هغه کسان هم افغانستان شړلي چې د خيبر پښتونخوا اوسېدونکي دي او پاکستاني شناختي کارډونه هم لري.

راپور کې ویل شوي، دا کسان افغانستان ته له اوښتو وروسته د حکومت له لوري تشخيص شوي او بېرته يې خيبر پښتونخوا ته ستانه کړي.

د راپور یوه برخه:« د غیرقانوني کډوالو په لړ کې يو شمېر داسې موارد هم راپور شوي، چې ښيي پاکستاني وګړي د دوی په ډله کې افغانستان ته ستانه کړای شوي.»

خو پاکستان کې د افغان کونسلګرۍ دا ادعا بې بنسټه بولي او وايي، هر افغان کډوال له اېستل کېدو وړاندې بايومټريک کېږي او د هويت له تثبيت وروسته افغانستان ته لېږل کېږي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،  اسلامي امارت دې په کوردننه او پاکستان د کډوالوهويت تثبيتولو په موخه یو منظم چاڼیز سیستم را منځته کړي تر څو د احتمالي امنيتي ګواښونو مخه ونیول شي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي:« په اوسنیو شرایطو کې د ګڼو ستونزو باوجود، یوه ستونزه دا هم ده چې څنګه اسلامي امارت د کډوالو چارو دا پروسه په سمه توګه ترسره کړي؟ دلته اوس مهمه خبره دا ده چې  د دې لپاره چانیز سیسټم فعاله شي.»

ځيني نور بیا په دې باور دي چې  پاکستان د خپلو موخو او د نړیوالو غوښتنو له مخې د افغان کډوالو اېستلو لړۍ پیل کړې او په خبره يې د نړیوالو اصولو په چوکاټ کې ورته کوم میکانیزم نشته دی.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« پاکستاني چارواکي افغان کډوال د اصولو او خاص کورنۍ د دوی په خپل اختیار پروګرام له مخې نه وباسي، دوی (پاکستان) له نړیوالو سره په تفاهم باندې یوه پروژه لري،  د هغې لپاره په عمومي حالت کې ، ورته ګوري نه چې څوک اسناد لري او څوک یې نه لري، د هغه ځای اوسېدونکی دی او که نه ده؟ معمولا هغه موخه دوی لري، چې غواړي پر طالبانو هم فشار راوړي او له نړیوالو پیسې هم  ترلاسه کړي او هغه پيسې چې  ملګرو ملتونو پر دوی باندې بندې کړي غواړي هغه بېرته ازادې کړي.»

له پاکستانه په تېره یوه میاشت کې تر ۴۰۰ زره ډېر افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته پر زوره رالیږل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist