Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو تړل کېدو ۸۰۰ ورځې پوره شوې

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو تړل کېدو ۸۰۰ ورځې پوره شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/27

په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل کېدو ۸۰۰ ورځې داسې مهال پوره شوې چې لاهم روښانه نه ده، چې نجونې به څه وخت خپلو زده‌کړو ته بيا ستنې شي.

له شپږم ټولګي د پورته زده‌کوونکو نجونو پر مخ د ښوونځيو بندېدو د پرېکړې له امله، له خالدې په يوولسم ټولکي کې ښوونځی پاتې شوی.

خالده وايي، تمه لرله چې د ښوونځي له بشپړولو وروسته به په پوهنتون کې د ژورنالېزم پوهنځی لولي، خو  په خبره یې نه پوهېږي، چې دغه ارمان به يې پوره شي او که نه؟

هغه زیاتوي:« نجونو ته باید د زده کړو د ودې په برخه کې ډېره ښه زمینه برابره شي او ژر تر ژره دې اسلامي امارت ورته ټولې اسانتیاوې برابرې کړې.»

يوازې خالده نه، بلکې د هغې په څېر لسګونه زره نجونې د خپلو زده‌کړو په اړه ورته ارمان لري، خو خالده يې په استازولۍ له سرپرست حکومت د نجونو پرمخ  د ښوونځيو ژر تر ژره خلاصېدو غوښتنه کوي.

هغه زیاتوي: « کله چې خپلې زده کړې پای ته ورسوي او له پوهنتونه فارغې شي باید ژر تر ژره د کار زمینه هم ورته برابره شي او دنده دې ورکړل شي.»

په دې لړ کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سربېره د بېلابېلو هېوادونو مشرانو، د بشري حقونو مدافع بنسټونو او عامو افغانانو د نجونو پر زده‌کړو د محدوديتونو له امله اندېښنه ښودلې خو غوښتنو يې هېڅ ځای نه دی نيولی.

د بښنې نړیوال سازمان زده‌کړو ته لاس رسی د نجونو او هلکانو اساسي حق بولي او وایي، سرپرست حکومت باید سمدستي پرته له ځنډه د نجونو  پر مخ ښوونځي پرانیزي.

یاد سازمان زیاته کړې:« زده‌کړو ته لاسرسی د بشر یو بنسټیز حق دی او طالبان له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو په تړلو سره، له دې حق څخه ښکاره سرغړونې ته اوس هم دوام ورکوي.»

د ښځو دحقونو فعاله ثریا پیکان وايي: « ښځې هم د دې هېواد دي او هېواد په ښځو او نارینه وو حق لري. ښځې هم غواړي چې خپل مسوولیت ادا کړي، زده کړې وکړي او باسواده شي.»

د دې تر څنګ شاوخوا ۳۵۰ ورځې کیږي، چې پوهنتونو هم د نجونو پر مخ تر ثاني امر پورې  تړل شوي دي.

د  سیاسي چارو کارپوهان وایي، سرپرست حکومت باید په تېرو ۸۰۰ ورځو کې د نجونو پر مخ د زده‌کړو ټول موانع له منځه وړې وی او په خبره يې، که نجونې بېرته زده‌کړو ته ستنې نه شي، نو ښايي د افغانستان لپاره يې پايله ناوړه وي.

د سیاسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: « اسلامي امارت ته تر هر څه لومړی دا اړینه ده چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي ترڅو داخلي مشروعیت هم ترلاسه شي او نړیوال مشروعیت ته هم لاره هواره شي.»

د سیاسي چارو کارپوه نازکمیر وايي: « د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې تړل او د ښځو کار ځنډول د هېواد دننه د حکومت او ملت ترمنځ واټڼ او بې باوري زیاته کړې او همداراز یو شمېر نړیوال بنسټونه هم په همدې ټینګار کوي او خپل فعالیتونه یې تر یوه حده په افغانستان کې ځنډولي دي؛ نو د افغانستان اسلامي امارت ته په کار ده چې د دولت او ملت ترمنځ واټن راکم کړي.»

سره له دې چې حکومت په دې تړاو تازه څه نه دي ویلي؛ خو له دې مخکې یې په ډاګه کړې وه چې د نجونو زده‌ کړو د دوام لپاره پر یوه ميکانېزم کار کوي.

له څه باندې دوو نیمو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي او د دغې موضوع په تړاو لا هم کورني او بهرني غبرګونونه دوام لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist