Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شاهین: د ا.ا استازو له ګډون پرته ناستې پایله نه ورکوي

شاهین: اسلامي امارت حق لري ملګرو ملتونو کې خپله استازولي ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/27

په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، حکومت یې له ټولو پرګنو جوړ دی او د یوه مشروع نظام په توګه خپلې چارې پرمخ بیايي.

شاهین وايي، په ملګرو ملتونو کې داسې هېوادونه حضور لري چې د اسلامي امارت په څير یې هغه لازم شرایط نه دي پوره کړي.

د شاهین په خبره، دا د افغانستان اوسني حکومت حق دی چې په ملګرو ملتونو کې خپله استازولي ولري.

هغه زیاتوي: « د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ټولو پرګنو کور او یو مشروع نظام دی. په ملګرو ملتونو کې ډېری داسې هېوادونه شته چې د اسلامي امارت په څېر شرایط نه لري، زموږ اسلامي ټولنه ځانګړي خصوصیات او ارزښتونه لري، لکه څنګه چې نورې ټولنې خپل خصوصیات لري او په ملګرو ملتونو کې حضور لري. زموږ هم حق دی چې د خپلو ارزښتونو په درلودلو سره په ملګرو ملتونو کې خپله استازولي ولرو.»

خو  د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، که اسلامي امارت غواړي چې نظام یې نړیوال مشروعیت پیدا کړي او په ملګرو ملتونو کې شته څوکۍ یې ورکړل شي نو هغه مشروع غوښتنې چې نړیوال او افغان ولس یې ترې لري باید پوره شي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « د افغانستان دولت په ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹ د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ د پرېکړې پر بنسټ په رسمیت پېژندل شوی، دا چې اوس نړیوال دوی په رسمیت نه پېژني دا د حکومتونو مسله ده. زما له نظره هغه مشروع غوښتنې چې نړیوال او په کور دننه یې ولس له طالبانو لري د رسمیت پېژندلو یوازینۍ لار ده چې باید ومنل شي او هغه د نجونو ښوونځي، پوهنتونونه، د مېرمنو د حقونو مسله او د مېرمنو د کار مسله ده.»

خو ځینې بیا په کور دننه سیاسي اصلاحات رامنځته کول مهم ګڼي چې په باور یې په دغو سیاسي اصلاحاتو کې د اساسي قانون جوړښت او له مخې یې د قانوني حکومت رامنځ ته کول او همدا راز د دولت اساسي کرښو تعریف شامل دي.

د پوهنتون استاد فضل الهادي وزین وايي: « له بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو ښه والي لپاره اړینه ده چې د اسلامي امارت رهبري د سیاسي اصلاحاتو خوا ته لاړه شي. دغه سیاسي اصلاحات د هېواد لپاره د اساسي قانون له تسوید او تدوین څخه پیلېږي او د اساسي قانون پر بنسټ د دولت جوړل او بیا د دولت په اډانه کې د یوه ښه او قانوني حکومت جوړول اړین او ضروري دي.»

دا نجونو زده کړو ځنډول او د ښځو پرکار بندیزونه ، ټولګډونه حکومت رامنځ ته کول هغه دوه مهم شرایط دي چې نړۍ د افغانستان د رسمیت پيژندنې لپاره وړاندې کړي.

اسلامي امارت بیا وايي، د رسمیت پيژندنې په ټولو معیارونو برابر حکومت یې رامنځ ته کړی او نړیوال باید په دغه برخه کې مثبت اقدام وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist