Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: د افغان کډوالو روغتیايي وضعیت ته د رسېدنې لپاره ۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

د خوړو نړیوال پروګرام له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/26

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.ایف.پي) په یوه راپور کې ویلي، په بېړني ډول ۲۷.۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري، څو له پاکستانه افغانستان ته د یو میلیون راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستې وکړي او له را روان ساړه ژمي یې وژغوري.

راپور کې ویل شوي، د بودیجې کمښت له امله نه شي کولی چې له پاکستانه تازه راستنېدونکو افغان کډوالو ته بشپړ لاسرسی ولري او پرته له ځینو لومړنیو اساسي توکو ورسره مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مشره شیوی لي وايي:« موږ په بېړنۍ توګه ۲۷.۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو، څو له یو میلیون راستنېدونکو سره مرسته وکړو، چې له سخت ژمي ژوندي پاتې شي؛ ځکه چې سخت ژمي ته یوازې څو اوونۍ پاتې دي او افغانستان لاهم د ویجاړوونکو زلزلو، یو ځپل شوي اقتصاد او د اقلیم د خرابېدو بحران او کړکېچ سره مخ دی.»

د افغانستان لپاره د ډبلیو.ایف.پي مشرې خبرداری ورکړی چې دغه پروګرام اړ شوی چې له لس میلیونه افغانانو سره د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې کمې کړي.

له دې سره د اقتصادي چارو کارپوهان د اوسني سرپرست حکومت پر مرستو سربېره، له پاکستانه راستندېدونکو افغان کډوالو سره د نړیوالو او د بشري سازمانونو مرستې مهمې بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي:« افغانستان چې په کومو اقتصادي شرایطو کې دی او له نړۍ سره چې زموږ کوم ناوړه سیاسي اړیکې دي، نو نشي کولی ۳۰۰ زره یا ۳۵۰ زره کسان چې افغانستان ته دننه شوي، دوی تغذیه کړي. ملګرو ملتونو چې دغې برخه کې د ۲۷ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې دا باید پرځای شي او د دوی ترڅنګ اسلامي پراختیايي بانک هم باید ونډه واخلي څو شته کړکېچ حل شي.»

ملګري ملتونه وايي، په پاکستان کې ۱.۳ میلیونه بې اسناده افغانان ژوند کوي، چې د ۲۰۲۴ زیږدیز کال تر جولای میاشتې پورې به په سرحدي او فرضي صفري نقطو کې ملاتړ ته اړتیا ولري.

له دې سره د پاکستان  لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په تازه خبرو کې ویلي، چې تر راتلونکې یوې میاشتې به له پاکستانه د ناقانونه کډوالو اېستلو بهیر بشپړ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist