د پاکستان کورنیو وزارت سرپرست سرفراز بګټي یوې مرکه کې ویلي، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به له هېواد غیرقانوني کډوال په بشپړه توګه وباسي.
دغه راز بګټي زیاته کړې چې تر دې دمه یې څه باندې ۳۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه اېستلي دي.
هغه زیاته کړې:« څه باندې ۳۰۰ زره غیرقانوني افغان کډوال تر اوسه پورې له پاکستانه اېستل شوي دي. تر راتلونکې یوې میاشت پورې به ټول غیر قانوني کډوال واېستل شي، چې څه باندې ۹۹ سلنه هغه افغانان دي.»
بل خوا پاکستان کې میشت افغان کډوال هلته له سخت حالت شکایت کوي او وايي، ډېری هغه کورنۍ له خپلو کورونو اېستل شوي چې د ویزو نېټه یې ختمه شوې.
پاکستان کې د مېشت افغان خبریال شورا مشر ظاهر بهاند وايي:« هره ورځ په لسګونه افغان کډوال د پاکستان پولیسو له خوا نیول کېږي چې ځېنې یې زندان ته اچول کېږي، ځېنې یې اېستل کېږي او یو شمېر یې محاکمو ته ورپېژندل کېږي. افغان کډوالو په ښار کې تګ راتګ نه شي کولی. »
پاکستان کې د افغان کډوالو ځورولو سره سم د امریکا بهرنیو چارو وزارت د اړیکو یوه شمېره او واټساپ شمیره فعاله کړي ترڅو امریکا ته د تګ لپاره په تمه افغانان د ځورولو په وخت کې له دوی سره اړیکه ونیسي.
یاد وزارت زیاته کړې:« د هغو افغانانو لپاره یېد اړیکې نیونې بېړنۍ شمېره فعاله کړې، چې په پاکستان کې د امریکا د کډوالۍ او بیا مېشتېدنې لپاره انتظار کوي، او هلته د نیونې او ځورونې سره مخ دي.»
که څه هم د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پرېکړه په سختو ټکو غندل شوې او یو شمېر هېوادونو له اسلام اباد غوښتي چې په دې پریکړه له سره غور وکړي خو داسې ښکاري چې د پاکستان لنډمهالی حکومت د کډوالو په اېستلو کې جدي دی.