Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار او څېرمه ولایتونو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوي

کندهار او څېرمه ولایتونو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/22

د کندهار عامي روغتیا ریاست اړوند د سویلي زون د سرویلانیس یا وختي خبرتیا څانګي مسوول ډاکټر جناح ابراهیمي وايي، په تیرو ۱۰ میاشتو کې د زون په پنځو ولایتونو کندهار، زابل، اروزګان، هلمند او نیمروز کې ۴۶۳ زره کسان پر بېلابېلو موسمي ناروغیو اخته شوي چې د تیرکال دغه مودې پرتله څو برابره زیاتوالی ښيي.

د ابراهیمي په وینا دغو ناروغیو کې سینه بغل، ټوخی، زکام، کورونا، نفس تنګي او نورې تنفیسي ناروغۍ شاملې دي.

هغه زیاتوي:« په تېرو ۱۰ میاشتو کې (له جنورۍ تر اکتوبر) پورې موږ ویلی شو چې د ټول زون په پنځو ولایتونو کې  شااوخوا ۴۶۳ زره کسان په بېلابېلو موسمي ناروغیو اخته شوي.»

ابراهیمي وايي، د موسمي ناروغیو د نه اخته کېدو لپاره باید واکسین ولګول یي او همداراز د حفظ الصحې د مراعت کولو تر څنګ دې له سړې هوا ځان وساتل شي.

له دې سره هم مهاله کندهار کې هم د هوا د سړیدو سره سم موسمي ناروغۍ زیاتي شوي چې تر ټول ډېر ماشومان پرې اخته کیږي.

دا مهال د دغه ولایت په میرویس حوزوي روغتون کې لسګونه په موسمي نارغیو اخته ماشومان بستر دي.

پر موسمي ناروغۍ د اخته یوه ماشوم مور شګوفه وايي:« یوه اوونۍ کېږي چې ماشوم مې تپه یې لرله، ټوخی یې کاوه… نن پنځمه ورځ ده، چې دلته روغتون ته مې راوړی دی. ډاکټرانو راته وویل، چې ماشوم د کولمو میکروب لري.»

پر موسمي ناروغۍ د اخته یوبل ماشوم مور کریمه بیا وايي:« زه له ټولو مېندو غواړم چې خپل ماشومان ښه ګرم وساتي. هوا په سړېدو ده.»

روغتیا پالان وايي، که کورنۍ د موسمي ناروغیو مخنیوي په موخه روغتیایي لارښوونې عملي نه کړي او په سړه هوا کې خپل ماشومان ګرم ونه ساتي، نو تنفسي او نورې موسمي ناروغۍ به یې ژوند وګواښي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist