Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د ترهګریزو ګواښونو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي

مجاهد: د کابل پر وړاندې د اسلام‌اباد وروستی دريځ د تاسف وړ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/21

د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته پاکستان د افغانستان سرپرست حکومت پر وړاندې له داخل بیا تر نړیوالې کچې بې اساسه او پرته له شواهدو تورونه پورې کړل او لا هم دا لړۍ روانه ده.

په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان موجودیت، هلته په ناامنیو کې د افغانانو لاس، افغان خاوره د دوی پر ضد کارېدل او نور هغه تورونه او څرګندونې دي، چې پاکستان یې په اړه هېڅ شواهد نه لري.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، افغانستان چې اوس نړۍ ته مهم دی او د بحثونو د اجنډا په سر کې راغلی، له پاکستان لاره ورکه ده او غواړي د نړیوالو پام له دې هېواد نورو مسایلو ته واړوي.

پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج وايي:« ټوله نړۍ ګوري چې پاکستان پر بې اساسه مسایلو باندې خبرې کوي. غواړي خپله پړه پر افغانستان واچوي. ټي.ټي.پي او نور چې دوی خپله مهار کولی نه شي، سره له دې چې ادعا د لوی پوځ کوي، هغه هم غواړي په افغانستان باندې تاوان کړي. په دې وختونو کې پوهېږي چې  د ملګرو ملتونو او نړیوالو پام افغانستان ته شوی.»

ځینې نور بیا د پاکستان پر وړاندې د قوي افغانستان، دغلته د مرکزي نظام پر موجودیت او له یاد هېواد سره د پوره عاقلانه سیاست غوښتونکي دي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي:« پوځ، استخباراتو، سیاستوالو او ان د پاکستان د ملا دریځونه د افغانستان د حاکمیت او زموږ د ملي ګټو پر وړاندې تل دوه مخي ول، پر سیاسي اهدافو، پریکړو او استخباراتي لوبو ولاړ ول. پر همدې اساس پکار دا ده چې افغانان د پاکستان پر وړاندې هوښیار شي، خپلې ګټې وپالي.»  

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« که پاکستان له افغانستان سره په ډیپلوماټیکو اړیکو کې ښه چلن غوره کړي، موږ باید ورسره ورته چلن وکړو. لکه څرنګه چې دوی (پاکستان) په تېرو څلورو لسیزو کې له دوښمنۍ ډک چلن کړی دی، که دغې پالیسۍ بدله نه کړي او دوام ورکړي موږ باید د یو بلمثله پالیسۍ په فکر کې واوسو.»

اسلامي  امارت بيا دې اندېښنو ته په ځواب کې وایي، له پاکستان سره د ګاونډي هېواد په توګه د ښو اړیکوغوښتونکی دی، خو د افغانستان په تړاو د پاکستان نامسووله او بې اساسه څرګندونې د تاسف وړ دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کوي چې افغانستان د ستونزو پیدا کولو غوښتونکی نه دی، خو پاکستان باید د مشکلاتو لامل نه شي.

مجاهد زیاته کړې:« د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. کوم تورونه چې د پاکستان  لوري لګول کېږي دا د تاسف وړ دي. افغانستان نه غواړي خاوره یې د هېڅ هېواد او په ځانګړي ډول د پاکستان پر ضد وکارول شي. په  دې اړه که دوی (پاکستان) کوم شواهد لري له موږ سره دې شریک کړي. که رښتیا ستونزه وي په دې اړه به موږ حتما ګامونه پورته کړو. خو موږ ډاډه یو چې داسې ډېرې ستونزې نشته دي. د پاکستان خاوره کې چې کوم امنیتي مسایل پېښېږي هغه د پاکستان د امنیتي ځواکونو وظیفه ده چې مخنیوی یې وکړي. د هغې تور باید پر افغانستان پورې نه شي او دا ګټه نه کوي او په عموم کې د افغانستان له ګډوالو سره وضعیت دا یو نوع ناسم پر مخ ولاړل. دا ټول د دې لامل کېږي چې خفګان رامنځته کړي او خدای مه کړه اړیکې خرابه کړي او دواړو هېوادونو ملتونو ترمنځ یوه ستونزه راپیدا کړي. موږ د ستونزو غوښتونکي نه یو  او دوی هم د ستونزو لامل نه شي.»

اسلامي امارت وايي، ټولو خواوو سره غوره اړیکې غواړي، خو زياتوي چې د پاکستان په ګډون هېوادونه دې له افغانستانه خپلې هر ډول اندېښنې له سرپرست حکومت سره شريکې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist