د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان د منځنۍ اسیا هېوادونو کې نه بلکې په افغانستان کې پټ مرکزونه لري.
دغه راز کاکړ ویلي، په دې اړه یې د افغانستان سرپرست حکومت ته شواهد هم ورکړي دي.
کاکړ زیاته کړې: « تحریک طالبان پاکستان ډله د منځنۍ اسیا هېوادونو کې نه؛ بلکې د افغانستان په خاوره کې ځای پر ځای ده. دا خبره د زغم نه ده چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف کارول کېږي او طالبان یې یوازې ننداره کوي. طالبان باید دا پرېکړه وکړي چې تحریک طالبان پاکستان موږ ته سپاري او که پر ضد یې خپله لاس په کار کېږي.»
اسلامي امارت په افغانستان کې د هېڅ وسله والې ډلې موجودیت نه تائیدوي او په وار وار یې د پاکستان او نورو هېوادونو ورته ادعاوې په کلکه رد کړې او د ټي.ټي.پي د پاکستان کورنۍ مسله بولي.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، پاکستان خپل باور بایللی او په دې توګه غواړي د نړۍ پام یوځل بیا ځانته راجلب کړي.
دوی وايي، اسلام اباد په دا ډول څرګندونو د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي هغه څه چې د دواړو اړخونو پر ګټه نه دي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « دوی چې ګوري طالبان ورځ په ورځ حاکمان کېږي، قوي او پیاوړي کېږي او دوی ډېر درناوی ورته نه کوي یوازې د یوه دولت په سترګه ورته ګوري، بل دا چې کوم ماموریت چې غرب پاکستان ته ورکاه په دې کې یې کمېشن اخېسته، هغه هم دوحې، ترکیې او نورو هېوادونو ته وېشل شوی او نور په دوی باور نه کوي؛ نو دوی ډېر وارخطا دي، په ګډوډو سر دي او ډېر غواړي چې په طالبانو او افغانانو فشار راوړي تر څو حد اقل یوه لاسته راوړنه ولري، دوی تر خپل کنټرول لاندې کړي او نړۍ ته وښي چې دلته زه هر څّه کوی شم او خپل کمېشن واخلي. خپله د پاکستان حکومت سرپرست حکومت دی، نظم او اداره یې نشته، اقتصاد یې صفر دی او د پیسو ارزښت یې هم له منځته تللی.»
د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: « د پاکستان جوړښت فلسفه او فرضیه همدا ده چې باید په سیمه کې نا امني وي، بې ثباتي وي او دوی د سترو قدرتونو د اهدافو لپاره په همدې لاره راشي نو پر همدې بنسټ پاکستان په خپل ۷۵ کلن تاریخ کې کله هم له افغانستان سره په اړیکو کې رښتینی نه وه.»
سره له دې چې اسلامي امارت په افغانستان کې د هېڅ وسله والې ډلې موجودیت نه مني، خو له دې وړاندې ټي.ټي.پي هم په ټینګار سره ویلي وو، چې اړتیا نه لري چې، د پاکستان له خاورې پرته په نورو ځایونو کې ځای پر ځای شي او فعالیتونه وکړي.