Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار اوسېدونکي د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي

د کندهار اوسېدونکي د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/20

د کندهار ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې کله د ډالرو نرخ لوړ شي د خوراکي توکو او تیلو بیې تل وسره لوړیږي، خو اوس چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه راټیټه شوې، د خوراکي توکي په پخوانۍ بیه دي.

دغه راز دوی وايي،د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی او په خبره یې حکومت باید د توکو بیې کنټرول کړي.

 د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی قدرت الله وايي:« ډالر چې لوړ شي د توکو بیې سمدستي ورسره لوړېږي خو چې ښکته شي نو بیې هېڅ نه ورسره راښکته کېږي او بیا ورته دا لار پیدا کوي چې موږ په تېرې بیې توکي اخېستي دي.»

د کندهار ښار یو بل اوسېدونکي حمید الله وايي:« باید چې د توکو بیې اوس راټيټې شي هغه که اوړه دي، که نخو دي که لوبیا او همداسې چای او بوره د ټولو بیې باید راښکته شي.»

په ورته وخت کې د کندهار ښاروالۍ مسوولین بیا وايي، د بیو د لوړېدو مخنيوي او د بازار کنټرول په موخه يې له سوداګرو سره په همغږۍ يوه کمېټه جوړه کړې، تر څو د توکو د بيو لېست وټاکي.

 د کندهار ښاروالۍ ویاند سیف الله عاصم وايي:« د کندهار ښاروالۍ د بیو کنټرول په موخه له سوداګرو سره غونډه جوړه کړې، تر څو د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې کنټرول کړي، په دغه غونډه کې پرېکړه په دې وشوه، چې د بیو په کنټرول کې به د امکان ترحده بدلون راشي او هم به د کندهار ولایت مقام، ښاروالۍ او سوداګرۍ خونه په ګډه همکارۍ او همغږۍ د خوراکي او غیر خوراکي توکو لپاره یوه ګډه نرخنامه جوړه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اقتصادي چارو کارپوهان د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیې لوړېدل لنډمهالی بولي او وايي، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ثبات به دایمي نه وي.

د اقتصادي چارو کارپوه حکمت الله ضیا وايي: « د افغانۍ بیه به نړیوال مارکېټ کې یا نورو پولي واحدونو که هغه ډالر دي که یورو دي او که کلدارې د دوی په مقابل کې به په دومداره بڼه وي، که موږ او تاسې یې د اقتصاد له پلوه وګورو خپله د هېواد کرنسي په لږ وخت کې په ناڅاپي توګه لوړېدل خپله یو ډول ستونزه ده او د اندېښنې وړ خبره ده. زه فکر نه کوم چې افغانۍ د ډالرو په مقابل کې او یا ډالر د افغانیو په مقابل کې همداسې وساتل شي.»

د ډالرو د بیې په راټیټیدو سره د پټرولو په بیه کې کوم بدلون نه دی راغلی او اوس په بازار کې یو لیتر پټرول په ۶۱ افغانۍ پلورل کیږي.

د يادونې وړ ده، چې اوس مهال د کندهار ولایت په بازارونو کې يو ډالر په ۶۹ افغانۍ تبادله کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist