Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیګار: افغانستان لا هم  نړۍ کې د مخدره توکو ستر تولېدونکی هېواد دی

سيګار د سرپرست حکومت له لوري د نړيوالو بشري مرستو وېش کې مداخلې ادعا کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/16

د افغانستان بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې ادارې (سيګار) په یوه راپور کې چې د امريکا د استازو جرګې ته يې وړاندې کړی ادعا کړې، چې د افغانستان سرپرست حکومت د امریکا زیاته اندازه بشري مرستې د ځان پر ګټه کارولي او هغو اړمنو افغانانو ته چې دا مرستې باید ورکړل شوې وی نه دي رسېدلي.

راپور له مخې، په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته هم امريکا له افغانانو سره تر ټولو ډېرې بشري مرستې کړي، خو پر دې سربېره هم افغانان له یوه نا اټکل شوي بشري ناورین سره مخ دي.

د سیګار مشر جان سپکو ویلي:« د بشري مرستو د څارنې لمنځه وړلو هڅې کېږي. سازمانونه هم له ویرې په مرستو کې د مداخلو په اړه څه نه وايي. طالبانو څارونکي وېرولي، چې د مداخلو په اړه چپه خوله پاتې شي.»

د سیګار په راپور کې ويل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر له لومړۍ د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر تر ۳۰مې امريکا له افغانستان سره په بشري او پراختيايي برخو کې څه باندې دوه نيم میليارد ډالر مرسته کړې.

په راپور کې اشاره شوې، چې د ترسره شویو ارزونو موندنې ښيې، چې د يادو مرستو له ډلې د ۳۰ ميليونه ډالرو په اړه شک موجود دی.

راپور کې ادعا شوې چې له يو شمېر شرکتونو او موسسو سره له اړيکو وروسته يې مالومه کړې، چې د ۳۰ ميليونه ډالرو له ډلې ۱۰ ميليونه هغه يې د سرپرست حکومت له لوري د ماليې او نورو لګښتونو په پلمه اخېستل شوي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د دې ادعاوو په ردولو سره وايي، چې د بشري مرستو د وېش له بهير يوازې څارنه کوي او په کې يې هېڅ ډول مداخله نه ده کړې.

مجاهد زیاته کړې:« موږ دغه ادعاوې په کلکه ردوو. په افغانستان کې داسې هېڅ څه نه دي شوي. اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له لوري یوازې نظارت کوي.  د مرستو بهیر کې لاسوهنه یا دا چې هغه بهیر زیانمن کړي یا د دوی کارونه ټکني کړي داسې څه نه دي شوي او په دې اړه چې څه خپریږي هغه سم نه دي.»

د چارو یو شمیر کارپوهان که څه هم د سګار پلټنو ته د شک په سترګه ګوري، خو له سرپرست حکومت هم غواړي چې د يادو مرستو د وېش لپاره يو روڼ ميکانېزم رامنځته کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« مالومه نه ده چې دا مرستې چاته کېږي، په دې اړه باید طالبان د حاکم نظام په توګه او هم امریکا د یوه مرستندویه هېواد په توګه د روڼتیا یو سیسم رامنځته کړي.»

سیګار د خپل راپور په وروستۍ برخه کې ویلي، چې د مرسته شویو پیسو په اړه به خپلو جدي پلټنو ته دوام ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist