Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خالد ځدراڼ: کابل کې تېرو شپږو میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور سلګونه کسان نیول شوي

خالد ځدراڼ: کابل کې تېرو شپږو میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور سلګونه کسان نیول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/16

 د کابل امنیې قوماندانۍ په تېرو شپږو میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور د سلګونه کسانو نیولو خبر ورکړی دی.

د یادې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د جنایي جرمونو ریاست په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۲۱۰ قضې ثبت کړي او په تړاو یې ۲۱۳۶ تنه نیولي دي.

هغه زیاته کړه:« له یادو مجرمینو سره ۹۴ عرادې بېلابېل ډوله موټر، ۶ عرادې موټرسایکلونه، ۵ ریکشې، ۶۶ میله بېلابېل ډوله تفنګچې، ۱۱ میله کلاشینکوفونه، ۲ میلیونه او ۶۴۴ زره افغانۍ، ۷۸۰۰ ډالر، شااوخوا ۱۲۰ سیټه بېلابېل ډوله مبایلونه، د ۳۵۰ زرو ډالرو په ارزښت مبایلونه له غلو راګرځول شوي او خپلو مالکینو ته یې سپارل شوي. »

ځدراڼ په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو هڅې ستایي او په خبره یې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت هم په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۴۵ بېلابېل عملیات ترسره کړي.

د ځدراڼ په خبره، د دغو عملیاتو په لړ کې ۱۰۲.۹۰۴ کیلو ګرامه شیشه، ۱۶۸۳۱ قرصه ذیکپ، تابلین او ټرماډول او نور بېلابېل نشه یي توکي نیولي دي.

دغه راز ځدراڼ وايي، د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د ځای پر ځای شویو کېمرو له لارې یې د ۲۱ فزیکي شخړو، ۱۲  لفظي شخړو، ۲۹ د اور لګېدنې قضیې او ۱۱۹ د ترافیکي پېښو قضیې ثبت او حل کړي.

هغه زیاته کړه:« د کابل امنیې قوماندانۍ د امنیتي کېمرو مدیرت لاسته راوړنې، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ۲۱ د فزیکي شخړو قضیې، ۱۲ د لفظي شخړو قضیې، ۲۹ د اورلګېدنې قضیې او ۱۱۹ د ټرافیکي پېښو قضیې کشف او په تړاو یې د اړوند ارګانونو اجرات شوي دي. ځینې یې ځای پر ځای حل شوي او ځینې یې اړوند ارګانونو ته سپارل شوي دي.»

د یادولو ده چې د کابل امنیې قوماندانۍ د ترورېزم ضد مدیریت هم په تېرو شپږو میاشتو کې د یو لړ کشفي عملیاتو په لړ کې د بېلابېلو تروریستي قضیو په تړاو ۴۳ تنه له ۳۵ میله تفنګچو، ۱۲ میله کلاشینکوفونو او ۱۳۹ کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو سره نیولي دي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist