Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان: د افغان کډوالو اېستلو پرېکړه له ټي.ټي.پي سره تړاو نه لري

کارپوهان: راستانه شوي کډوال د هېواد لپاره په اقتصادي ځواک بدلېدلی شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/15

افغانستان ته د کډوالو د جبري را ستنولو لړۍ په دوام یوازې په اکتوبر او د نومبر میاشتو کې له پاکستانه نږدې۴۰۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي او دا لړۍ اوس هم دوام لري.

د دغو تازه راستانه شویو کډوالو د ژوند، کار، زده‌کړو او دایمي سرپناه په اړه اندیښنې موجودې دي چې ګواکې بېکاري او ناسم اقتصادي وضیعت به یې ژوند وننګوي، خو د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، راستانه شوي افغان کډوال ګڼ شمېر یې په بېلابېلو برخو کې وړتیاوې او مهارتونه لري او کولی شي د هېواد په بیارغونه او نورو برخو کې اغېزمن تمام شي.

د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي:« دغه افغان کډوال چې هېواد ته راځي یو خو په دې کې هغه ځواکمنه بشري قوه موجود ده، ځوانان په کې دي. اسلامي امارت کولی شي  چې د دغو ځوانانو له ځواک او له انرژۍ استفاده وکړي ځکه په راتلوونکې کې په افغانستان کې ځینې پرمختیايي پروژې پيل کېږي نو دا یوه ستره بشري قوه ده چې زموږ ځوانان باید دلته پر کار بوخت شي. دویمه ډله داسې خلک هم په کې موجود دي چې هغوی پانګه لري ، هغه کلونو کلونه په پاکستان کې پانګونه کړې کولی شي هغه پانګه دلته را انتقال کړي او دلته ورته زمینه برابره شي.»  

د سیاسي چارو کارپوهان په دې نظر دي چې ګاونډي هېوادونه له افغان کډوالو د فشار وسیلې په توګه کار اخلي او د خپلو مفاداتو لپاره یې په کم وخت کې په سلګونه زره کسان له هېواده واېستل چې دا عمل د کډوالۍ نړیوالو اصولو او قانون خلاف عمل دی.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس ځاځی وايي:« د پاکستان یو طرفه او له خصومته ډکه پرېکړه چې پر مټ یې زیات افغانان بې له دې چې هغوی په ذهني او فزیکي ډول هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتو وي، په جبري ډول یې په داسې یوه حالت کې چې په افغانستان کې ژمی راروان دی، ان په یو شمېر ولایتونو کې واوره شوې، دا د افغانستان اوسني وضعیت ناورین ته د وړلو لپاره په قصدي ډول یوه پرېکړه شوې دده.»

که څه هم په هېواد کې د فقر او بېکارۍ لوړه کچه یوه ننګونه ده خو عام افغانان خوښ دي چې په پاکستان او ایران کې مېشت افغان کډوال خپل هېواد ته راستنیږي.

د کابل ښار یو شمیر اوسېدونکي وایي، که افغان کډوال خپلې شتمنۍ له ګاونډیو هېوادونو خپل هېواد ته را انتقال کړي، کولی شي چې د لویو اوکوچنیو کاروبارونو په پیل سره خپل او د نورو افغانانو په ژوند کې تغیر راولي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:«  دا ډېره ښه خبره ده چې خپل وطن ګل وطن دی. نو دغه کډوال چې له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه کېږي، موږ ورته هرکلی وایو. موږ ترې خوشاله یو. خپل هېواد چې موږ او تاسې جوړ نه کړو بل څوک یې راته نه جوړوي. پر دولت هم غږ کوو دغه نوي کډوال چې هېواد ته راستانه شوي دي له دوی سره مرسته وکړي.»

په ټوله کې له سرپرست حکومت غوښتنې دا دي چې تازه راستانه شویو ځوانانو ته دې د دوی د وړتیا او مسلک پر اساس دندې ورکړي او نجونو ته دې د زده کړو او کار کولو خوندي چاپریال برابر کړي.

پاکستان داسې مهال د شاوخوا  ۱.۷ میلیونه افغان کډوالو د جبري را اېستلو پرېکړه وکړه چې د ملګرو ملتونو د اړونده ادارو د مالوماتو له مخې، افغانستان کې شاوخوا ۱۵ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او نږدې ۳۰ میلیونه د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو سربیره د پاکستان بهرنیو چارو مخکېني وزیر بلاول بوټو زرداري او سیاسیونونو دا پریکړه د ټولو نړیوالو اصولو او نورمونو خلاف بللی خو د پاکستان لنډمهالي حکومت په پریکړه او دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist