Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیف دې چلډرین له پاکستانه د راستنو شویو کورنیو ماشومانو ته د خدماتو وړاندې کولو خبر ورکړی

سیف دې چلډرین له پاکستانه د راستنو شویو کورنیو ماشومانو ته د خدماتو وړاندې کولو خبر ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/14

 د افغان کډوالو د اېستلو په هکله د  پاکستان ضرب الاجل له عملي کولو  وروسته هره ورځ په سلګونه کورنۍ هېواد ته راستنیږي، چې ماشومان او مېرمنې هم په کې دي او  دوی د نورو مرستو ترڅنګ روغیتایي خدماتو ته ډېره اړتیا لري.

د ماشومانو ساتنط ادارې (سیف دې چلډرین) د افغانستان څانګې پر خپله اېکس پاڼه په ویډیو کلیپ کې ویلې، له پاکستانه راستنیدونکو یو شمیر افغان ماشومانو ته یې اړینې مرستې رسولي دي.

افغانستان کې د  سیف دې چلډرین ادارې مشر فرید الله مشفق وايي:« له پاکستانه د افغانسان په ختیځ کې د ورځې شاوخوا ۲۰۰۰افغانان  راستنېږي چې  د ډېریو یې یوازې یو جوړ کالي  پر تن وي ، پیسې نه لري ، ګرمو جامو ، خوړو او خیمو ته سخته اړتیا لري. د ماشومانو د ژغورنې ادارې کارکوونکي  هڅه کوي ترڅو دوی ته  د درملو ، خوړو او جامو په برخه کې بېړنۍ مرستې چمتو کړي.»

 د روغتیا نړیوال سازمان بیا ویلي، په تیرو څو ورځو کې یې  د ګڼو ماشومانو په ګډون څه باندې ۳۰۰ راستندیکو کډوالو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

یاد سازمان زیاته کړې:« په تیرو پنځو ورځو کې روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړګرځنده روغیتایي ټیم د ۱۵۷ ماشومانو په ګډون ۳۷۴ خلکو ته روغیتایي خدمتونه وړاندې کړي.»  

ورته مهال یو شمېر ډاکتران بیا وایې،  له پاکستانه راستنیدونکي ماشومان چې یو شمېر یې په ساري ناروغیو اخته وي، نورو ماشومانو ته یې د ناروغۍ د لېږد او په  موسمي ناروغیو د اخته کیدلو لامل ګرځي.

 دوی د یادو ماشومانو د اړینو روغتیایي او نورو خدمتونو د برابرولو غوښتنه کوي.

حکومتي چارواکي او اړونده بنسټونه په داسې حال کې د روغتیايي او بشري مرستو یادونه کوي چې لا هم په تورخم او سپین بولدک کې سلګونه ماشومان په سړه هوا کې په خیمو کې د ثبت لپاره تر نامالومې نیټې اوسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist