د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت له لوري له ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته ډېری افغان کډوال په یاد هېواد کې د پاکستاني ځواکونو له بد چلن سر ټکوي او وایي، د راتګ پر مهال په هره پوسته کې ترې په زرګونه روپۍ اخېستل شوي دي.
یو شمېر افغان کډوال وایي، په یاد هېواد کې یې هرڅه د ځواکونو له لوري ضبط شوي او خالي لاس افغانستان ته راغلي.
دغه کډوال تورخم کې د کډوالو لپاره د امکاناتو له برابرولو خوښي څرګندوي او وایي چې تر کابله یې د دوی لپاره ترانسپورت او نور امکانات په واک کې ورکړي ول.
له پاکستانه راستون شوی یو تن افغان کډوال ګل محمد وايي:« پېښور کې پر لاره پولیسو راسره سم چلن ونه کړ او روپۍ یې هم رانه واخېستې. موږ ته یې ویل، چې کارټ نه لرئ خو ورته ومو ویل چې خپل هېواد ته ځو، هغوی وویل چې کیمپ ته مو بیایو او له هغه ځایه به یوه میاشت وروسته اېستل کېږئ. له وېرې مو ورته روپۍ ورکړې او ځان مو ترې خوشې کړ.»
له پاکستانه راستون شوی یو بل افغان کډوال تیمور شاه وايي:« له طالبانو موږ ډېر خوشاله یو. دې غاړې چې راغللو، خیمې ولاړې وې، د ډوډۍ مرسته هم کېدله، یو دوه شپې مو تېرې کړې< کوم حق چې زموږ کېده هغه یې هم راکړ. بیا راغلو په مونجي ډاک کې مو ۸ شپې په ترپالونو کې تېرې کړې. ستونزې مو ډېرې وې، بیا دلته راغلو او دا ځای مو ولېد. د دې ځای یې ۱۰ زره افغانۍ غوښتې، خو بیا مو په ۸ زره افغانۍ ونیوه.»
خو دغه کډوال اوس مهال په کابل کې د هوا په یخېدو سره د سوړ ژمي راتلونکي ته اندېښمن دي او وایي، د دوی له راتګ سره د کرایي کورونو بیې هم دوه برابره شوي.
دوی له سرپرست حکومته غواړي چې له دوی سره د لومړنیو خوراکي توکو د مرستې ترڅنګ د کرایي کورونو بیې هم را ټیټې کړي، څو خپلې اړتیاوې په سمه توګه پوره کړي.
له پاکستانه راستون شوی یو تن افغان کډوال برات خان وايي:« وړاندې موږ ته مالومات نه ول، خو اوس چې له ګاونډیو پوښتنه کوو، راته وايي چې ولې دې کور پر لوړه کرایه نیولی دی.»
دغه کډوال چې د کلا زمان خان په ۱۸ مه پروژه کې ژوند کوي، د دې سیمې وکیل احمد فرهاد وایي چې مرستندویه بنسټونو ته یې د دوی نومونه ورکړي؛ ترڅو مرستې وروسره وکړي.
فرهاد په سیمه کې د کورونو د بیو لوړوالي مني؛ خو په خبره یې په دې هڅه کې دی څو د کورونو له مالکینو سره خبرې وکړي چې د دغو کډوالو لپاره د کورونو بیې را ټیټې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت مخکېني وزیر وړمه ورځ د پاکستان دغه پرېکړه ننګولې او ویلي دي چې پاکستان باید پر دغه پرېکړه له سره غور وکړي.