Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګالوپ: افغان نجونې او ښځې د ازادۍ له مخې تر ټولو ټيټه کچه کې دي

ګالوپ: افغان نجونې او ښځې د ازادۍ له مخې تر ټولو ټيټه کچه کې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/12

د ګالوپ په نوم ټولنې له لوري د څېړنو پايله ښيي، چې د ازادۍ له مخې د افغان نجونو او ښځو رضایت تر ټولو ټېټه کچه کې دی.

د یادې ټولنې په راپور کې ویل شوي، په سلو کې یوازې ۱۱ مېرمنو، چې د جولای په میاشت کې ورسره مرکې شوي، د خپلو ازاديو په اړه رضايت ښودلی.

راپور کې ويل شوي، چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې دننه د ژوندانه د چارو انتخاب په هکله د افغان مېرمنو او نجونو رضایت تر ټولو ټېټې کچې کې وه او ټولې افغان مېرمني رنځېدلې او ډېرو داسې احساس کړ\ی چې درناوی يې نه کېږي.

د راپور یوه برخه:« په ۲۰۲۲ کال کې په سلو کې ۲۹ میرمنې، چې د ژوندانه په چارو کې له ازادۍ څخه خوښې او په ۲۰۲۳ کال کې تر ټولو ټیټې کچې ته ښکته کېدل په دې مانا دي، چې افغان میرمنې پوه شوي، هغه محدودویتونه او بندیزونه چې د طالبانو حکومت د میرمنو پر کار، تعلیم او نور چارو باندې لګولي، نه بدلېدونکي دي.»

د ګالوپ د څېړنو پايلې ښيي، د سرپرست حکومت په حاکمېدو سره په افغانستان کې پر نجونو او مېرمنو داسې بندیزونه لګول شوي، چې په نړیواله کچه غندل شوي.

راپور کې ویل شوي چې په ټول افغانستان کې لاهم له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته نه پرېښودل کېږي.

د راپور یوه برخه:« په افغانستان کې پر سړیو د طالبانو له خوا هغومره بندیزونه لګېدلي، لکه څومره یې چې په افغان میرمنو او نجونو لګولي. خو بیا هم افغان میرمنې او نجونې په اوس وخت کې د خپل ژوندانه د چارو انتخاب په هکله خوښې نه دي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ګالوپ دغه څېړنه او راپور له حقیقت لرې ګڼي او وايي،  حکومت ټولو مېرمنو ته د شريعت په چوکاټ کې د حقونو ورکړې ته ژمن دی.

مجاهد زیاته کړې:« د ګالوپ په نوم چې کومه نظرپوښتنه شوې دا اعتبار نه لري. ډېری دوی انلاین نظر پوښتنه کوي، ډېری ګډونوال یې هم هغه کسان دي چې له افغانستانه بهر تښتېدلي دي. هغوی به طبعا د افغانستان له وضعیت سره حساسیت لري. دلته پرمختګونه نه شي زغملی، منفي خبرې کوي، منفي نشرات کوي، منفي نظر ورکوي. هغه موږ ته اعتبار نه لري. موږ افغانستان کې وضعیت ګورو، د تېرو ۲۰ کلونو پرتله اوس وضعیت ارامه دی. د ښځینه وو په ګډون ټول ښه ژوند لري، ارامه ژوند لري، البته ستونزې په یوه جګړه ځپلي هېواد کې په یوه ورځ نه حل کېږي، د دې لپاره مبارزه روانه ده. نظام د پخوا پرتله اوس خلکو ته ډېر خدمات وړاندې کوي.» 

د ګالوپ د څېړنې خپرې شوې پايلې څرګندوي، چې یوازې ۱۷ په سلو کې افغان مېرمنې له دوی سره له درناوي ډک چلن تائيدوي په داسې حال کې، چې ۸۳ سنله نورې بيا د حکومت له لوري ورسره کېدونکی چلن ناوړه او له سپکاوي ډګ بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist