د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان د کمپاینونو د سیمهییز مدیر مرستیالې لیویا سککارډي په یوې اعلامیه کې پر پاکستان غږ کړی چې په خپله خاوره کې د افغان کډوالو خپلسري نیونې، ځورولو او د ډیورنډ فرضي کرښې غاړه یې پر زور اېستل ودوروي.
دغه راز هغې ویلي که چېرې د پاکستان حکومت له دې هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ژر تر ژره ونه دروي؛ نو د ښځو او نجونو په ګډون به زرګونه افغانان له خوندیتوب، زدکړو او د ژوند معیشت ته له لاسرسي محرومې شي.
لیویا سککارډي زیاته کړې:« د پاکستان حکومت باید د افغان کډوالو ناقانونه نیونې، ځورول او جبري اېستل ژر تر ژره ودروي. زرګونه افغان کډوال د سیاسي موخو لپاره د شطرنج د دانو په توګه کارول کېږي. دوی داسې مهال په جبري ډول افغانستان ته اړول کېږي، چې ښایي پر بشري حقونه د وضع شویو فشارونه د دوی ژوند د ناورین له ګواښ سره مخ کړي.»
د دې ترڅنګ پر پاکستان غږ شوی چې په دې برخه کې خپل نړیوال مکلفیتونه هېر نه کړي او د کډوالو په برخه کې وضع شوي قوانین مراعت کړي.
سککارډي ویلي، په اوسني وخت کې د ۱.۷ میلیونه افغان کډوالو اېستل کولی شي دغه کډوال له سخت بشري وضعیت سره مخ کړي.
سککارډي له پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ له سترې کمېشنرۍ غوښتني چې د ښځو په ګډون دې د افغان خبریالانو او لږکیو د غوښتونلیکونو راجسترکولو پروسه او د اسناد ورکونې بهیر ګړندی کړي.
هغې زیاته کړې:« پاکستان باید په خپله خاوره کې د نړیوالو بشري حقونو تر چتر لاندې د افغان کډوالو خوندیتوب او هوساینې په برخه کې خپل مکلفیتونه ادا کړي او د بحران د لا ژورتیا مخنیوي لپاره باید په بېړني ډول د دې کډوالو اېستل ودروي.»
د دې ترڅنګ د ناروې د بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه له پاکستانه د ګڼ شمېر افغان کډوالو پر اېستل کېدو اندېښنه ښودلې.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له پاکستاني لوري غوښتي چې د هغو افغان کډوالو لپاره د پاتېدا یو میکانیزم رامنځته کړي چې په دې هېواد کې د خوندیتابه په لټه کې دي.
یاد وزارت زیاته کړې:« ناروې له پاکستانه په لویه کچه د افغان کډوالو پر اېستنې او بشري اغېزو خپله اندېښنه څرګندوي. موږ له پاکستانه غواړو چې د هغو افغانانو لپاره چې په دې هېواد کې د خوندیتابه په لټه کې دي، یو اغېزمن میکانېزم رامنځته کړي.»
له پاکستانه د افغان کډوالو پر اېستلو د نومبر له لومړۍ نېټې وورسته د دې کډوالو د اېستلو عملي چارو له پیل وروسته، د ملګرو ملتونو په ګډون، نړیوالې ټولنې او بېلابېلو هېوادونو د پاکستان دغه پرېکړه ننګولې او په دې برخه کې د بیاکتو غوښتنه کړې؛ خو له پراخو نړیوالو نیوکو سره سره د افغان کډوالو د اېستل کېدو لړۍ لاهم روانه ده او روزانه زرګونه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنېږي.